لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
ملګرو ملتونو په پاکستان کې د کډوالو د شکایتونو د ثبتونو پروګرام پیل کړ
چارواکو د چهارشنبې په ورځ خبر وکړ چې ملګرو ملتونو داسې يو پروګرام په لاره اچولی دی چې تر دې وروسته په پاکستان کې میشت ۱،۳ میلیونه افغان کډوال کولای شي چې د پولیسو د هغو احتمالي تکتیکونو په اړه رپوټ ورکړي چې دوی خپل هیواد ته ستنیدو ته مجبوروي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او ماشومانو صندق ویلي چې د هدف يې د «یو رپورټ پاک آواز» له لارې د هغو شکایتونو ثبتول دي چې په پاکستان کې یې ځوان کډوال لري.
طالبانو یو ځل بیا له ترمپ څخه د افغانستان د پریښوده غوښتنه وکړه
طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا متحده ایالاتو له نوي ولسمشر دونالد ترمپ، څخه غوښتي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. دغه لیک د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته استول شوي چې په اصطیلاح د افغانستان د اسلامي امارت، په استازیتوب لیکل شوی دی. طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال خپل رژیم په همدې نوم یادوه.
افغانستان د شفافيت په درجه بندۍ کي ۴ درجې مخته شوی
د شفافیت نړیوال سازمان یا ترانسپیرنسي انترنشنل، د چهارشنبې په ورځ د ۲۰۱۶ کال له پاره خپل د فساد درجه بندي شاخص خپور کړ. په نوی درجه بندۍ کې افغانستان د تیر کال په پرتله څلور درجې رامخې ته شوی دی. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په هغو هیوادونو کې چې مشري یي عوامپال او مطلق العنانه مشران کوي فساد مخ په ډیریدو دی.
اسرائیلو په نیول شویو سیمو کې په زرهاو نوي کورونه جوړوي
اسرائیلو د اردن سیند د لویدیځې غاړې په نیول شویو سیمو کې د زرهاو نویو کورونو د جوړولو پلان تصویب کړی دی. د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دې سیمه کې به ۲۵۰۰ نوي کورونه جور کړي. زیاته شوې ده چې تر دې د لا ډیرو کورونو جوړولو پلان هم شته.
په بروکسل کې په ترهګرۍ اووه شکمن کسان نیول شوي
د برلژیم پولیسو د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د بروکسل له شاوخوا سیمو څخه اووه تنه شکمن کسان نیولي دي. خبري آژانسونو د څارنوالۍ په حواله لیکلي دي چې پولیسو په بروکسل کې اته کورونه لټولي دي. د دغو عملیاتو تمرکز پر هغو کسانو باندې دی چې یا خو د سوریې له جګړې ستانه شوي او یا یې هم هلته د تلو نیت لره. داسې ښکاري چې دغه عملیات په د پاریس د ۲۰۱۵ کال او د بروکسل د ۲۰۱۶ کال له بریدونو سره کوم تړاو نه لري.
په موګادیشو کې یوه ځانمرګي برید ۱۴ کسان وژلي دي
د سومالیې په پلازمینه موګادیشو کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. چاودنې یو شمیر نور کسان ټپیان کړي هم دي. پولیسو ویلي دي چې له چاودیدونو موادو یو ډک موتر د یوه هوټل مخې ته الوتی دی. تر چاودنې وروسته وسلوال کسان دغې ودانۍ ته ننوتي دي. چارواکو ویلي دي چې د پیښې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر کیدای شي تر دې هم لوړ شي. د الشباب ترهګرې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
مارتین شولڅ په راتلونکو ټاکنو کې د سوسیال دیموکراتانو نوماند دی
د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مشر زیګمار ګبریل، د اروپايي پارلمان پخوانی رییس مارتین شولڅ، د دې هیواد په راتلونکو ټاکنو کې د خپل ګوند د نوماند په توګه وړاندیز کړی دی. په دې ترتیب سره به نو د سپتمیر په ۱۷مه نیټه شولڅ د آلمان په ټاکنو کې د صدراعظمې انګلا میرکل اصلي رقیب وي. پر دې سربیره به شولڅ د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند مشري هم پر غاړه واخلي.