لنډ خبرونه په متن او انځور کي
افغانستان: په یوه ترافیکي پیښه کي سخته مرگ ژوبله رامنځته سوې ده
په افغانستان کي د ددو مسافر وړونکو موټرو او د تیلو یوه ټانکر د ټکر له کبله لږ تر لږه ۷۲ انسانان وژل سوي دي. د غزني ولایت ویاند امین الله امرخیل ویلي دي، چي دغه ترافیکي پیښه نن سهار د کندهار-کابل پر لویه لار د غزني په ولایت کي رامنځته سوه.
شپږ طالب جنگیالي اعدام سول
په کابل کي تر یوې سختي حملې وروسته، چي د اپریل میاشتي په پای کي پکښي ۶۴ انسانان وژل سوي او ۳۴۷ نور ټپیان سوي ول، د افغانستان حکومت شپږ طالب جنگیالي اعدام کړي دي. د کابل پل چرخي محبس یوه مامور د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي دغه کسان نن سهار د محبس په صحن کي اعدام سول. د جمهوري ریاست د دفتر په یوه اعلامیه کي راغلي دي چي اعدام شوي کسان په سختو جرمونو محکوم شوي وو.
د کانادا د ځنگلونو اورونه نور هم پراخیږي
د کانادا د البیرتا په ولایت کي د ځنگلونو اورونه د یوې ورځي په جریان کي دوه چنده سوي. د البیرتا د طبیعي آفاتو د مبارزې ادارې ویلي دي چی د اورونو د سیمي حالت «د اټکل وړ ندی او ډیر خطرناکه» دی .د دغي ادارې په خبره د اور د پراخوالي مخنیوی تر اوسه پوري نه ده سوې او هغه به نور هم پراخ سي.
د یونان پارلمان د سپما لانجمن پروگرام تصویبوی
د یونان په پارلمان کي د سپما پروگرام د جروبحثونو وروستی ورځ ده. د تقاعدي معاشونو کمول او استهلاکي ماليې لوړول د سپما د دغه پروگرام هغه شخړه ایز ټکي دي چي نن ماښام ناوخته باید رایي پرې واخیستل وسي. صنفي اتحادیې د ورځو راهیسي د سپما د دغه پروگرام پر ضد خپلو احتجاجونو ته ادامه ورکوي.
د ترکيې پوځ په حلب کي د داعش ډیرجنگیالي وژلي دي
د ترکيې پوځ د نظامي سرچینو په حواله د سوریې د حلب په ښار کي د اسلامی دولت ډلي ډیرجنگیالي وژلي دي. د پوځ یوه استازي د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي د داعش پر مورچلو باندي په بمباریو کي د هغوی ۵۵ جنگیالي وژل سوي دي. دغه عملیات د شنبه ورځي په ماښام تر سره سوي دي. په دغو بمباریو کي د اسلامی دولت درې نظامي وسایط او درې د راکټ فیرولو دستگاوي هم له منځه تللي دي.
په چین کي تر زلزلې وروسته ډیری کسان لادرکه دي
د چین په جنوب ختیځ کي تر یوې سختي زلزلې وروسته ۳۴ انسانان لادرکه دي. لکه څرنگه چي دولتي خبري آژانس شینهوا رپوټ ورکړی دی دغه زلزله د «فوجیان» په ولایت کي رامنځته سوې ده. سخت بارانونه د دې سبب سول چي خټي او لوشي یوې درې ته ورولویږي او د جوړیدو په حالت کي د اوبو یو بند ونړوي. اوه کارگران سخت ټپیان سوي هم دي.