لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په جمرود کې ځانمرگي برید ۶ تنه وژلي
د پاکستان په شمال لویدیځه قبایلي سیمه جمرود کې یوه ځانمرگي برید ۶ انسانان وژلي دي. د سیمه ییز ادارې د معلوماتو په حواله په برید کې ۳۱ تنه ټپيان شوي هم دي. د برید مسئولیت تر اوسه چا نه دی اخیستې.. د خیبر ایجنسۍ چارواکو له خوا ویل شوي چې په وژل شویو کې ۴ پولیس هم شامل دي. د پاکستان پوځ د یوه کال راهیسې په دغه قبایلي سیمو کې د وسله والو طالبانو او د القاعدې د ترهگرې شبکې پر ضد عملیات پیل کړي.
آلمان ته نن په سونو مهاجرو ورسیږي
نن به د ورځې په اوږدو کې د هنگري څخه په سونو مهاجر په ریلونو کې د آلمان د مونشن ښار ته ورسیږي. د اتریش د چارواکو له خوا ویل شوي چې د دوشنبې په شپه ناوخته تقریباً ۱۶۰۰ مهاجر چې آلمان ته پر لار وو، زالسبورگ ښار ته رسیدلي ول. دغه مهاجر په اصطلاح د لویدیځ بالکان له لارې د اروپايي ټولنې غړي هیواد هنگري ته داخل شوي ول. د دوی لویه برخه د سوریې او عراق د جنگ ځپلو سیمو او همدا راز د اریتریا څخه دي.
پوروشینکو د کیف د پارلمان مخې ته احتجاج په کلکه غندلی
د اوکراین ولسمشر پيوترو پوروشینکو په کیف کې د پارلمان مخې ته خونړي اخ و ډبونه « د اوکراین ضد کړنو» په توگه غندلي دي. په یوه تلویزیوني وینا کې نوموړي وویل چې په اساسي قانون کې د سمون په موخه د رای گیرۍ وروسته د ناسیونالستانو احتجاج د «شا له خوا گوزار دی». د پارلمان مخې ته د گډوډۍ پر وخت یو چاودنه هم رامنځ ته شوه چې لږ تر لږه یو تن یې وواژه او د ۱۰۰ زیات یې ټپيان کړل چې زیاتره یې پولیس دي.
بریتانوي ژورنالستان په ترکیه کې د «ترهگرۍ په تور» محاکمه کیږي
د ترکیې په جنوب کې نیول شوي دوه بریتانوي ژورنالستان د «ترهگرې په تور» د محاکمې د گواښ سره مخ دي. د محکمې له خوا ویل شوي چې دواړه خبریالان او د دوی پر عراقي ترجمان د جهادستي ملیشو «اسلامي دولت» په «ترهگریزو فعالیتونو» کې په لاس درلودو تورن دي. دغو ژورنالستان چې د امریکا میشتې انترنتي شبکې «Vice News» له پاره کار کوي، هغه وخت ونیول شول چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې یې د ناآرامې وضعې څخه رپوټ ورکاو.
اوباما د اقلیم د بدلون پر ضد د زیاتو هلو ځلو غږ وکړ
د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزې کې د زیات زیار د ویستو غږ کړې. په الاسکا کې نوموړي روښانه کړه چې په پاریس کې د ملگرو ملتونو د اقلیم کنفرانس د ځمکې د ساتنې په موخه یوه توافق ته باید ورسیږي. نوموړي ټينگار وکړ چې امریکا ته دا روښانه ده چې د مضرو گازونو د دویم ستر تولیدونکي په توگه یې د ځمکې په تودوخه کې رول لوبولی دی خو امریکا اوس مسئولیت اخیتسو ته چمتو ده.
امریکا په لاتویا کې هم دوه اکتشافي الوتکې ځای پر ځای کړې
د فرانس پریس خبري آژانس په حواله د امریکا متحده ایالتونو په لاتویا کې دوه اکتشافي الوتکې ځای پر ځای کړي دي. د واشنگټن له خوا ویل شوي چې دغه بې پيلوټه الوتکې او ۷۰ تنه د هوايي ځواک عسکر د روزنې په یوه دوه اونیز پروگرام کې برخه اخلي. د دې د مخه په پولند کې هم د امریکا دوه «ایف ۲۲» ډوله مخفي جټ الوتکې ځای پر ځای شوې وې. د ریگا حکومت هم د اوکراین د کړکیچ له امله د روسیې له خوا د خطر احساس کوي.