لنډ خبرونه په متن او انځور کې
نایجیریا: په جومات کې ځانمرګي برید ۲۲ انسانان وژلي
د نایجیریا په شمال ختیځ کې د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۲ انسانان وژل شوي دي. د حکومتي کړیو له خوا ویل شوي چې د مادوګوري ښار په یوه جومات کې د سهار د لمانځه پر وخت دوه ښځو ځانونه وچول. د بورنو د فیډارلي ایالت چاروکو برید تائيد کړې خو د مړګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي. د نایجیریا میشته شمال کې د ۲۰۰۹ م کال راهیسې د بوکو حرام ډله د یوه اسلامي دولت د رامنځته کولو په موخه جنګیږي.
په بروکسل کې د ترهګرۍ پر ضد عملیات دوام لري
د بیلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ترهګرۍ ضد چاپې دوام لري. خو د دوه شکمنو د نیول کیدو په اړه د رسنیو رپوټ لا په رسمي توګه نه دی تائید شوی. د بیلجیم لومړي وزیر چارلس میشل وویل چې تیره شپه پیل شوي هغه عملیات چې یو شکمن پکښې ووژل شو او څلور پولیس پکښې ټپيان شول، ټوله شپه روان ول او اوس هم لا دوام لري.
د اروپايي پارلمان مشر له ترکیې سره سرمشریزې ته ډیر خوشبین نه دی
د اروپايي پارلمان مشر مارتن شولز د مهاجرو د بحران په اړه د ترکیې او اروپايي ټولنې د سرمشریزې په اړه شکونه ښکاري کړي. دا سرمشریزه د پنجشنبې او جمعې په ورځو ترسره کیږي. دغه سیاستوال وویل چې یو حتمي بری ښايي ترلاسه نه شي خو د یو څه پرمختګ امکان شته. ده وویل چې له ترکیې سره د یوه عملي توافق له پاره یو شرط پر اروپايي ټولنه د ۱۶۰ زرو مهاجرو د ویش له پاره لا دمخه د تصویب شوي میکانیزم عملي کول دي.
له سوریې څخه د روسیې نورې جنګي الوتکې هم وتلي دي
د ولسمشر پوټین له خوا له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د زیاترې برخې د راایستلو تر اعلان وروسته د دغه جګړه ځپلي هیواد څخه نورې روسي جټ الوتکې هم وتلي دي. نن، چهار شنبه په مسکو کې د دفاع وزارت له خوا وویل شول چې SU-25 ډوله الوتکو او IL-76 ډوله اکمالاتي طیارو د همامیم له پوځي هوايي اډې سهار وختي پرواز کړی دی. د جنګي جټ الوتکو لومړی جوبه د سه شنبې په ورځې د دغه میدان څخه پاڅيدلې وه.
ژنیو: د سوریې د کړکیج د سیاسي حل پلانونه وړاندې شول
په ژنیو کې د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې د سوریې د کړکیچ ښکیلو خواو د یوه سیاسي حل له پاره خپل پلانونه وړاندې کړل. د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستیفن دیمستورا په پام کې لري دغه وړاندې شوي اسناد وڅيړي. د سوریې اپوزیسیون د بشار الاسد له رژیم څخه یو ځلي بیا د ټولو سیاسي بندیانو د آزادولو غوښتنه وکړه او ویویل چې که د سولې خبرې اترې پرمختګ وکړي نو دوی په اصل کې له حکومت سره مستقیمو خبرو اترو ته چمتو دي.
د چین ملي کنګرې د شي جي پنګ نوی پنځه پلان تصویب کړ
په پیکنګ کې د چین د خلکو ملي کنګرې د خپلې کلنۍ غونډې په پای کې د ولسمشر شي جي پنګ ۵ کلن پلان تصویب کړ. د کنګرې د تقریباً ۲۹۰۰ غړیو څخه یوازې ۵۳ د پلان پر ضد خپله رای ورکره . په هیواد کې د اقتصادي رکود سره سره هم دا پرمختیايي پلان په کال کې لږ تر لږه ۶،۵ فيصده وده په نظر کې نیسي. دغه پلان ۲۰۱۰ م کال په مقابل کې تر ۲۰۲۰ م کال پورې د عوایدو او د اقتصادي تولید د دوه چنده کولو هدف هم په نظر کې نیولې.