لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د بروکسل په هوايي ډګر او د ریل په تمځای کې بریدونو درنه مرګ ژوبله اړولې
د بروکسل په زاوینتم هوايي دګر او د میترو په تمځای کې د تروریستي بریدونو په نتیجه کې د ډیرو انسانانو د وژل کیدو او ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي دي. د تازه رسمي معلوماتو په حواله په هوايي ډګر کې کې ۱۱ انسانان وژل شوي او د ۸۰ زیات ټپيان دي. د «آر ټي بي ایف» تلویزیوني شبکې د خبر په حواله د مایلبیک د میترو په تمځای کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵۵ تپيان دي..
پاکستان: د زهرجنو شرابو څکلو له امله ۱۵ تنه مړه شوي
د پاکستان د سنده ایالت په ټنډو محمد خان سیمه کې د زهرجنو شرابو د څکلو له امله د دوو ښځو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي او ډیر نور ناروغ شوي دي. د ځاي پولیسو یوې ښځینه مشرې نسیم آرا پنوار وویل چې وژل شوي ټول کسان هندوان وو. د پولیسو یوه بل مشر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل چې په ټولیزه توګه ۳۷ کسان روغتون ته وړل شوي ول چې له هغو څخه ۱۵ مړه شوي او ۱۱ تنه تر درملنې لاندي دي.
میانمار: اونګ سان سوچي د وزارت له پاره نومول شوې
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې اونګ سان سوچي به د میانمار په نوي حکومت کې شامله وي. د سان سوچي نوم د راتلونکې کابینې د غړیو په هغه نوملړ کې شامل دی چې پارلمان ته وړاندې شوې دی. څارونکي اټکل کوي چې ۷۰ کلنه سان سوچي به د بهرنیو چارو وزیره شي. د دې مقام سره به نوموړې د ځواکمنې امنیتي جرګه ګۍ غړې هم شي چې د مخکې په څير اوس هم د پوځ تر نفوذ لاندې ده.
پنتاګون: د عراق په شمال کې ۲۰۰ ځمکني عسکر د «اسلامي دولت» پر ضد جنګیږي
په عراق کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد جګړه کې د امریکا پوځي ونډه تر هغه ډیره ده چې تر اوسه یې په اړه معلومات ورکړل شوي ول. د امریکا د دفاع وزارت پنتاګان منله ده چې د سمندري ځواکونو تقریباً ۲۰۰ عسکر د درنو وسلو سره د عراق په شمال کې په دنده بوخت دي. د تیرې اوونۍ په پای کې د دغه قطعاتو د یوه عسکر تر وژل کیدو وروسته دغه ماموریت نور پټ نه شو پاتیدلای.
کیري د کولمبیا د فارک یاغي ډلې له استازو سره کتلي
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په پلازمینه هاوانا کې د فارک د یاغي ډلې او د حکومت له استازو سره لیدنه کړې. دواړه خواوې دغلته د درې کالو راهیسې په کولمبیا کې د کورنۍ جګړې د له منځه وړولو په موخه خبرې اترې سره کوي. کیري له دواړو خواو څخه د زیات زیار د ویستو غوښتنه وکړه څو د فارک جنګیالو د بې وسلې کولو د پلان په اړه اختلافات ژر ختم شي.
په مالي کې د اروپايي ټولنې د روزنیز ماموریت پر مقر یرغل شوی
د مالي په پلازمینه باماکو کې پر یوه هوټل یرغل ترسره شوی. خو د یرغل په مقابل کې مقاومت شوې او د څلورو برید کونکو څخه یو تن وژل شوی او نور دوه نیول شوي دي. له دغه هوټل څخه د اروپايي ټولنې د مالي د روزنیز ماموریت «اي یو ټي ایم» د مقر په توګه استعفاده کیږي. په نوامبر میاشت کې هم په باماکو پر یوه عصر هوټل د اسلامپالو په برید کې ۲۰ انسانان وژل شوي ول. د برید پړه د القاعدې شبکې یوې څانګې اخیستی ده.
فرونتکس وايي یونان ته به نور پولیس هم واستوي
د اروپايي ټولنې د سرحدونو د ساتنې ادارې «فرونتکس» د مهاجرو بیرته ترکیې ته د ستنولو په برخه کې د یونان سره د مرستې په موخه د ۱۵۰۰ عسکرو د ګمارلو غوښتنه کړې. لکه څرنګه چې په وارسا کې د دغه ادارې چارواکو وویل چې ډيرو غړیو هیوادونو ژمنه کړې چې د خپلو قطعاتو شمیر به لوړ کړي. خو ونډه اخیستونکو هیوادونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شي. د فرونتکس د ادارې ۷۳۴ کارکونکي دمګړۍ په یونان کې په دنده بوخت دي.