لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په مالي کې د آلماني عسکرو د ماموریت ساحه پراخیږي
د رسنیو په حواله د آلمان پوځي روزونکي کې به په راتلونکي کې د مالي هیواد په شمال کې هم چې یوه خطرناک سیمه بلل کیږي، په دنده ګمارل کیدلای شي. زیاته شوې چې د دفاع وزیرې اورزولا فون ډير لاین مالي ته د سفر پر وخت اعلان وکړ چې د آلماني پوځ د ماموریت ساحه به د افریقا د سترې صحرا د ګوا او تمبکتو تر ښارونو پورې پراخه کړل شي. خو نوموړې ویلي چې تر هغې باید د مالي په شمال کې د سولې پروسه ټینګه شي.
د یاغیانو او سوریې د پوځ ترمنځ سختې نښتې شوي
په سوریه کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د اوربند تر رامنځته کیدو وروسته په لومړي ځل سختې نښتې شوي. د رویټرز د خبري آژانس په حواله د اسلامپالي انقلابي ګارډ الشام یوه استازي ویلي چې پر العیس د پوځ د برید په مقابل کې مقاومت شوی. د بشري حقونو د څار سوریايي ټولنې د شپې له خوا د یاغیانو پر سنګرونو د همغږو هوايي، راکټي او د توپونو د بریدونو رپوټ ورکړې. یاغیانو د العیس سیمه یو څه موده مخکې نیولې وه.
په هالنډ کې د اروپايي ټولنې او اوکراین ترمنځ د همکاري د تړون پر سر ریفرنډم
په هالنډ کې د اوکراین سره د اروپايي ټولنې د جوختې همکارۍ د تړون په اړه ریفرنډم یا ټولپوښتنه ترسره کیږي. له دغه تړون سره به د اوکراین او اروپايي ټولنې ترمنځ همکاري لا پسې زیاته شي. دا تړون د اروپايي اتحادېې د ۲۸ غړو هیوادونو څخه یوازې د هالنډ له خوا لا نه دې تصویب شوی. دا ریفرنډم د هالنډ د ښي اړخه ولس لمسوونکي ګوند په نوښت پر لار اچول کیږي. خو دا ریفرنډم الزامي نه دی او یوازې مشورتي بڼه لري.
د ایسلند لومړی وزیر له دندې ګوښه شو
په پاناما کې د سوونو پستي یا تش په نامه شرکتونو په اړه د معلوماتو تر افشا کیدو وروسته د ایسلند لومړي وزیر سیګموندو دیود ګونلاګسون د ده پر ضد د دوه ورځو تر احتجاجونو وروسته استعفا وکړه. د نوموړي د «پرمختګ» په نامه ګوند وړاندیز کړې چې د دغه ګوند مرستیال مشر سیګور یوهانسون دې نوی لومړی وزیر شي. ګونلاګسون د دغه اسنادو د افشا کیدو لومړی قرباني بلل کیږي.
لیبیا: د اسلامپالو تش په نامه حکومت د واک څخه لاس په سر شو
د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې د اسلامپالو تر اغیز لاندې تش په نامه حکومت له واک څخه لاس پر سر شوی. په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ملی یووالي حکومت په ګټه د له واک څخه لاس اخلي. د ملي یووالې حکومت نوی مشر فایز مصطفی السراج تیره چهارشنبه د کابینې د ګڼ شمیر غړو سره د دښمنو ډلو له خوا کنترولیدونکې پلازمینې طرابلس ته ورسید څو دغلته خپل کار پیل کړي.
یاکوب زوما د پارلمان څخه د اعتماد د رای په اخیستو توانیدلی
د جنوبي افریقا ولسمشر یاکوب زوما د پارلمان له خوا د اعتماد رای ترلاسه کړې او د سختو انتقادونو سربیره هم کولای شي خپل حکومت ته دوام ورکړي. د پارلمان ۲۳۳ استازو د زوما د ګوښه کیدو سره مخالفت وکړ. اپوزیسیون د هغه وروسته د نوموړي څخه د واک د اخیستو پروسه پر لار واچوله چې تیره اوونۍ د هیواد د اساسي قانون محکمې زوما د مالیې په برخه کې په اختلاس او د اساسي قانون څخه په سرغړونه تورن کړ.