لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د G20 هیوادونه غواړي د نړۍ ضعیف اقتصاد ته وده ورکړي
د نړۍ شل ستر صنعتي هیوادونه یا G20 غواړي د مرستې د یوې بستې سره کمزوري نړیوال اقتصاد ته وده ورکړي. دا خبره په هانګژو کې د نړۍ د مهمو صنعتي او پراختیا په درشل کې د ولاړو هیوادونو د سرمشریزې په اعلامیه کې وشوه. د G20 د دولتونو او حکومتونو مشرانو سربیره پر دې د مهاجرو د بحران پر ترڅ کې پر یووالي او د اقلیم ساتنې په موخه پر زیاتو هلو ځلو ټینګار وکړ.
کابل کې غبرګو بریدونو ۲۴ تنه وژلي
افغان چارواکو ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ په پلازمینه کابل کې دوې چاودنې شوې چې په پایله کې یې ۲۴ تنه وژل شوي او ډیر نور ټپیان شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، ویلي دي : «چاودنه د کابل د پولیسو په دویمه حوزه کې شوې ده.» د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش، ویلي دي چې په سیمه کې دوې چاودنې شوې چې دویمه یې یو ځانمرګی برید وو. په بریدونو کې ۹۱ تنه ټپيان شوي هم دي.
سوریه: د بریدونو لرۍ د ۴۰ انسانانو ژوند اخیستی
په سوریه کې د بریدونو د یوې لړۍ په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ انسانان وژل شوي دي. ویل شوي چې د مدیترانې د غاړې په بندري ښار طرطوس کې ۳۰ تنه وژل شوي دي. د پلازمینې دمشق سره نزدې د یوه برید بمي برید په پایله کې هم لږ تر لږه درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هومز کې هم د یوه برید په نتیجه دوه تنه عسکر وژل شوي. په حسکه کې هم د داعش په یوه ځانمرګي برید کې د پنځه انسانانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.
شمالي کوریا د بالستک توغندي آزموینه کړې
شمالي کوریا د جاپان په سمندر کې بالستیک توغندي توغولي دي. دغه هیواد په داسې حال کې خپل ځواک ښيي چې د نړۍ مشران په چین کې د G20 غونډې له پاره سره راټول شوي دي. د پیانګیاګ دغه اقدام د نړیوالو له خوا غندل شوی دی. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې دغه د منځني واټن ویشتونکي توغندي تر ۱۰۰۰ کیلو متره واټن وهلو وروسته، د جاپان په سمندر کې لویدلي دی.
ترکیه غواړي د هیواد په کرد میشته سیمه کې د ملیاردو یورو پانګونه وکړي
د ترکیې حکومت د هیواد سویل ختیځ کُرد میشته سیمو سره د مالي مرستې اعلان کړی. د یو کال راهیسې کله چې د ترکیې د حکومت او د کردانو د کارګر ګوند پي کې کې ترمنځ د اوربند تړون لغوه شو، د ترکیې دغه سویل ختیځه سیمه د دواړو اړخونو له خوا تر بمبار لاندې نیول کیږي. د کردانو ستر ښار دیارباکیر ته د سفر پر وخت د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم وویل چې حکومت به په دې سیمه کې شا او خوا درې ملیارد یورو پانګونه وکړي.
یونان د آلمان د کورنیو چارو د وزیر دغه هیواد ته د مهاجرو د لیږدولو وړاندیز رد کړی
د یونان حکومت د آلمان د کورنیو چارو د وزیر توماس دیمیزیر هغه غوښتنه رد کړې چې وايي پنا غوښتونکي دې بیرته یونان ته واستول شي.ویل شوي دا عمل د منولو وړ نه دی په تیره بیا هغه وخت چې یوازې په روان کال کې د یونان څخه د اروپايي ټولنې نورو هیوادونو ته د ۳۳ زره مهاجرو د لیږدولو پریکړه شوې او له دوی څخه تر اوسه یوازې ۳۰۰۰ تنه انتقال شوي دي.