لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
آلمان: پنځه شکمن ترهګر نيول شوي دي
د آلمان په نیدرزاکسن او نورت راين ویستفالن ايالتونو کې پنځه تنه شکمن ترهګر نيول شوي دي. د چارواکو په حواله دغه پنځوو نارينوو په سوريه کې د داعش ډلې له پاره د جنګيالو د جذبولو يوه شبکه درلودله. په نيول شويو کې يو تن ۳۲ کلن عراقی واعظ چې ځان «ابو والا» معرفي کوي، هم شامل دی. د رسنيو په حواله نوموړی له څو کالو راهيسې په آلمان کې د اسلامستانو د مرکزي څيرې په توګه پيژندل شوی وو.
«په سوريه کې هوايي بريد ۷ ماشومان وژلي»
د بشري حقونو د څار سوريايي ټولني په حواله په ادليب ولايت کې د هوايي بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۷ ماشومان او دوې ميندواري ښځې وژل شوي دي. دغه لندن ميشته ټولنې زياته کړې چې په خان شیخون ښار کې دغه بريد ښايي د سوریې او روسیې د هوايي ځواک له خوا ترسره شوې وي. د ټولنې مشر رامي عبدالرحمان وويل چې بريد پر يوه کوڅه شوې چې ماشومان پکښې لوبيدل.
هیلري کلنټن خپله رای وکاروله
په امريکا متحدو ايالاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې د ديموکراتانو کانديدي هیلري کلنټن نن سه شنبه سهار وختي په نيويارک کې خپل کور ته څيرمه په يوه مرکز کې خپله رای وکاروله. کلنټن د رای اچونې پر وخت وويل چې زه دلته د خپلو ټولو ګاونډيانو او دوستانو په ليدو ډيره خوښه يم. د رپوټونو پر اساس د امریکا پر وخت نن سهار وختي د نوي ولسمشر يا ولسمشري د ټاکنو له پاره رای اچونه پيل شوې ده.
آلمان په ترکيه کې په سياسي توګه تعقبيدونکو ته د پنا وړانديز کړی
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت په ترکيه کې په سياسي تعقيبونکو او د حکومت منتقدينو ته په غیر مستقيم ډول اشاره کړې چې په آلمان کې د پنا غوښتنه وکړي. په بهرنيو چارو وزارت کې دولتي وزیر میشايل روت «دي ویلټ» ورځپاڼې ته وويل چې د ترکیې ټول منتقد ذهنيت لرونکي کولای شي د آلمان د حکومت په ملاتړ ډاډه اوسي. نوموړي زياته کړه چې آلمان يو پرانستی هېواد دی او په سياسي توګه تعقيبودونکو ته یې دروازې پرانستې دي.
داعش موصل ته څيرمه کابو ۳۰۰ تنه یرغمل کړي»
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، داعش د عراق ستر ښار موصل ته څیرمه کابو ۳۰۰ تنه يرغمل کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالې کمیسارۍ وياندې روينا شامداساني وويل چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو پخواني غړي دي. ويل شوي دي چې د «اسلامي دولت» ډلې جنګیالو ۱۵۰۰ کورنۍ هم مجبوري کړي چې له دوی سره يوځای د حمام العليل ښار څخه د موصل د هوايي ډګر پر لور و خوځيږي.
په اروپايي ټولنه کې به د ترکیې د شامليدو خبري اتري دوام ولري
اروپايي ټولنه غواړي له ترکیې سره په ټولنه کې د شامليدو په اړه خبرو اترو ته سره له دې هم ادامه ورکړي. خو سربيره پر دې په بروکسل کې په جاري کړل شوې يوه ګډه اعلاميه کې په ترکيه کې روان وضعيت د انديښنې وړ ښوول شوی. د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولې وويل چې اروپايي ټولنه د ترکیې پر حکومت د ديموکراسۍ د پلي کولو او بشري حقونو ته د درناوي غږ کوي.
هنګري: د اروپایي ټولنې د مهاجرو د وېش په اړه قانون تصويب نه شو
د هنګري پارلمان د اروپايي ټولنې د مهاجرو د وېش په اړه د لومړي وزیر ويکتور اوربان له خوا وړاندي کړل شوې قانون رد کړی دی. په اساسي قانون کې د اړوند تغير په موخه د رای اچونې پر وخت کين اړخه ګوندونو او همدا راز ښی اړخه يوبک ګوند هم دغه قانوني مسوده رد کړه. حکومتي ګوند اړين دوه پر دريمه برخه اکثريت ترلاسه نه کړ او د دوو رايو کمبود يې درلود.