لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ميرکل: آلمان ته د مهاجرو هجوم بيا بايد تکرار نه شي
د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند د کانګرې پر وخت صدراعظمې انګلا ميرکل ډاډ ورکړ چې د ۲۰۱۵م کال په شان آلمان ته د سونو زرو مهاجرو د هجوم حالت بايد بيا رامنځته نه شي. ميرکل وويل چې دا زما او زموږ يو ټاکل شوی سیاسي هدف وو او وي به. دې وويل چې هغه مهال يو ځانګړی بيړنی بشري حالت وو. مهاجرو ته د جنګ، تعقيب او ليد لوري د نشتوالي له کبله په آلمان کې پنا ورکړل شوه.
سعودي ۱۵ تنه ايران ته د جاسوسۍ په تور محکوم کړي
د سعودي عربستان يوې محکمې ۱۵ کسان ايران ته د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم کړي. پر دوی تور لګول شوې چې يوه پټه شبکه کې يې جوړه کړې وه او د سعودي د پوځ معلومات به یې ایران ته ورکول. په حکم کې راغلي چې په دې توګه دغه کسانو ملي امنيت ته خطر پېښاوه. په دې دوسيه کې ۳۰ کسان شامل ول چې ډيرو ته يې تر ۲۵ کالو بند سزاوې ورکړل شوي. د سعودي سني شاهي سلطنت او شعيه مذهبه ايران کلک رقیبان بلل کیږي.
روسیې او چین د حلب په اړه د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک مخه ونيوله
د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې روسیې او چين هغه پريکړه ليک ويټو کړ چې د سوریې په جګړه ځپلي ښار حلب کې يې د اوربند غوښتنه کوله. دا پريکړه ليک چې د هسپانیا، مصر او نوي زيلاند له خوا وړاندي شوی وو، پکښې غوښتنه شوې چې ټولې خواوې بايد جګړه ودروي، څو ژر تر ژره اړينې مرستې ښار ته ورسولې شي. خو روسيه د امريکا سره د حلب له ختيځ څخه د یاغيانو د ايستلو په اړه خبرو اترو ته ډيره ليوالتيا ښيي.
ایمنسټي: د ترکیې په سويل ختيځ کې نيم ميليون انسانان بې ځايه شوي
د بشری حقونو د څار نړيوال سازمان يا ايمنسټي انترنیشنل د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په سونو بې ځايه شويو کسانو ته دې بیرته خپل ټاټوبي ته د ستنيدو اجازه ورکړي. د دې سازمان د ترکیې د برخې کارپوه اندريو ګاردنر، وويل چې دمګړۍ هيڅ داسې کوم د باور وړ پلان نه ليدل کيږي چې دغه په زرونو انسانان دې په مرکزي سيمه سور کې بيرته خپلو کورونو ته په ستنيدو وتوانیږي.
په دنهاک کې د اوګاندا د يوه قوماندان محاکمه پيليږي
په دنهاک کې د جزا په نړيواله محکمې کې د اوګاندا د يوې بدنامي ياغې ډلې د مشر محاکمه پيليږي. پر دومينک انګوین د بشرضد او جنګي جرمونو تورونه لګول شوي. دغه پخوانی ماشوم عسکر بيا وروسته «د الهي د مقاومت د پوځ» د قوماندان مقام ته رسیدلای وو. دغه ډله د افريقا یوه له خونړيو څخه ده او ښايي له۱۹۸۰م کلونو راهيسې يې تر۱۰۰ زرو زيات انسانان وژلي او تر ۶۰ زرو زيات ماشومان تښتولي وي.
ستر انترنتي شرکتونه د ترهګرۍ پر ضد اطلاعاتو ګډ مرکز جوړوي
ستر امريکايي انترنتي شرکتونه فیسبوک، يوټيوب، تويتر او مايکروسافت د انترنت له لار د ترهګرۍ د خپريدو د مخنیوي په موخه يو نوښت پیلوي. دوی غواړي په دې موخه د اطلاعاتو يو شريک مرکز رامنځته کړي. دا په اصطلاح دیجيتالي د ګوتو نخښې د تاوتريخوالي څخه د ډکو محتوياتو د خپريدو په مخنيوي او په لغو کولو کې بايد مرسته وکړي او د تروريستي فعاليتونو له پاره د کارونکو د جذبيدو مخه هم ونیسي.