لنډ خبرونه په متن او انڅور کې
عراق : پر دوو جوماتونو بریدونو ګڼ شمیر انسانان ټپيان کړي
د عراق په مرکزي سیمه کې د سنيانو پر دوو مسجدونو د بمي بریدونو په نتیجه کې ګڼ شمیر انسانان ټپيان شوي دي. د پولیسو په حواله د پلازمینه بغداد په سویل کې د پرتې سیمې حیله په یوه جومات کې سهار وختي یوه چاودنه رامنځ ته شوه. له دې ځایه په یو څو کیلومترۍ کې په پراته یو بل کلي کې هم ورته برید ترسره شو. د بریدونو له امله شاوخوا کورونو ته زیان اوښتی.
پاکستان: «د داعش ۴۲ شکمن غړي نیول شوي»
د یوه پاکستاني چارواکي په حواله په پنجاب ایالت کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره د تړاو په تور ۴۲ شکمن وسله وال نیول شوي دي. د قانون وزیر رانا ثناء الله وویل چې دغه کسانو ته د «اسلامي دولت» ډلې له پاره د ځوانانو د راجلبولو دنده سپارل شوې وه. د وزیر په حواله په نیول شویو کې د داعش د ډلې د پلازمینې اسلام آباد مشر عامر منصور او د ده مرستیال عبدالله منصوري هم شامل دي.
سویډن پر سرحد بیرته کنترول پیل کړ
سویډن پر سرحدونو د کنترول له لارې غواړي د مهاجرو راتګ یو څه کم کړي. هغه څوک چې د دنمارک څخه دغه هیواد ته سفر کوي سر له نننۍ دوشنبې څخه په کښتیو، ریلونو او یا هم په بسونو کې د سفر پر وخت خپله تذکره او یا پاسپورت باید ښکاره کړي. حکومت په دې وروستیو کې د وضعه شویو نویو مقرراتو له مخه حکومت ترانسپورتي شرکتونه د کنترول په کولو مکلفولای شي.
هند: زلزلې مرګ ژوبله اړولې
د هند په شمال ختیځ کې تر سختې زلزلې وروسته لږ تر لږه ۱۰ انسانان وژل شوي او په لسونو نور ټپيان دي. د چارواکو په حواله زلزله چې د دوشنبې په سهار د بنګله دیش پولې ته نزدې رامنځ ته شوه د ریشتر په مقیاس ئې شدت ۶،۷ وو. دغه زلزله تر بوټان، بنګله دیش او میانمار پورې احساس شوې ده. تر ټولو زیات زیان په امپال ښار کې اوښتی دی. دغلته د ۶ تنو د مړه کیدو ۳۳ د زخمي کیدو خبرونه ورکړل شوي.
د یمن په عدن کې پر ګرځيدو بندیز لګول شوې
د شکمنو افراطي اسلامپالو سره تر سختو نښتو وروسته یمني چارواکو په عدن ښار کې شپې ګرځ بندیز اعلان کړې. د «سبا نیوز» د خبري آژانس په حواله په دغه نښتو کې ۱۷ انسانان ووژل شول چې ۹ ئې امنیتي ساتونکي ول. زیاته شوې چې دغه نښتې د هغې وروسته رامنځ ته شوې چې د ولسمشر منصور هادي ځواکونو د بندري ښار په بشپړه توګه د نیولو هڅه وکړه او د یوې وسله والې ډلې له مقاومت سره مخ شول.
د نوي میلادی کال له پیل راهیسې آلمان ته راتلونکو مهاجرو شمیر هم لوړ شوی
د نوي میلادي کال له پیل راهیسې آلمان ته د راتلونکو پنا غوښتونکو شمیر هم یو ځلي بیا یو څه لوړ شوی دی. د آلمان فیډرالي پولیسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړې چې د یکشنبې په ورځ ۳۱۹۸ مهاجر ثبت شوي دي. د دوی په حواله د شنبې په ورځ ۲۹۸۵ او د نوي کال په لومړۍ ورځ ۱۷۸۱ تنه نوي مهاجر آلمان ته رسیدلي ول. په دې دریو ورځو کې ۵۵۶ تنه مهاجر بیرته له آلمان څخه وتلي دي.
لیبیا: «آيي ایس» د تیلو د بندر د نیولو هڅه کوي
افراطي ډله «اسلامي دولت» هڅه کوي د لیبیا د تیلو بندر السدر ونیسي. د عیني شاهدانو په حواله د «آيي ایس» جنګیالو د دوشنبې په ورځ د دغه ستر ترمینل سره نزدې د امنیتي ساتونکو سره نښتې وکړې. لا په اکتوبر میاشت کې دغه ډلې پر دې بندر د موټر بم برید ترسره کړې وو. د السدر او راس لانوف بندرونه په لیبیا کې د واک پر سر جګړې له کبله د یوه کال راهیسې تړلي دي.