لنډ مهم خبرونه په متن او انځور کي
د آلمان ږغ دويچه وېله څخه د سيمي او نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کي دلته کتلای سئ.
په بودا پېست کي د مهاجرينو خرابه وضعه برقراره ده
د بودا پېست د اورګاډو د ختيځ سټېشن دباندي تقريبا ۳۰۰۰ پناه غوښتونکو شپه تېره کړه. تقريبا ۵۰ پوليسو مرکزي سټېشن يا تمځای ته ورتلونکي دروازې تړلي وې. چارواکي وايي چي د اروپايي اتحاديې د قانون له مخي پناه غوښتونکي بايد په هغه اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، کوم ته چي اروپا ته د راتګ پر وخت په لومړي ځل ورداخل سوي وي.
د هنګري لومړی وزير د مهاجرو د بحران په تړاو بروکسل ته سفر کوي
د هنګري لومړی وزير ويکتور اوربان به په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د پارلمان د رئيس مارتين شُلڅ، د اروپايي شورا د رئيس دونلد توسک او د اروپايي کميسيون د رئيس ژان کلاودې يُنکر سره ملاقات وکړي. هغوی به په هنګري کي د پناه غوښتونکو د بحران په تړاو صلاح مشورې سره وکړي. اوربان د پناه غوښتونکو سره د مرستي له پاره له اروپايي اتحاديې ۸ میليونه یورو غواړي.
چک د آلمان پر لور د سوريې د پناه غوښتونکو مخه نه نيسي
چک جمهوريت د هغو سوريايي پناه غوښتونکو لاره نه نيسي چي غواړي د هنګري او چک جمهوريت له لاري آلمان ته سفر وکړي. چک په دې توګه د هنګري د هغه اقدام په وړاندي غبرګون ښيي چي د دوبلين دوه د تړون سره سم چلن نه کوي او پناه غوښتونکي بېرته نه مني. د چک د کورنيو چارو وزارت ويلي چي اوس هم پناه غوښتونکي مني خو په هنګري کي د پناه غوښتنه کوونکي به د راتلونکي سفر له پاره د اورګاډو تمځايونو ته ورسوي.
چين غواړي چي په خپل پوځ کي ۳۰۰ زره عسکر کم کړي
چين په اسیا کې د دويمي نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د ۷۰مه کليزه په يوه لوی پوځي رسم ګذشت يا پرېټ سره ولمانځله. د ولسمشر شي جين پينګ مخي ته په پيکينګ کي ۱۲۰۰۰ عسکرو مارش وکړ. د چين پوځ د تيانانمن په ډګر کي خپل ساخت عصري وسلې او نظامي تجهيزات نندارې ته وړاندي کړل. شي جين پېنګ وويل چي چيني پوځ به ۳۰۰ زره عسکر کم کړي. دغه پوځ اوس ۲،۳ میليونه عسکر لري.
د جګړې له کبله د نژدې ختيځ ۱۳ مليونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستي صندوق يونيسېف وايي چي په نژدې ختيځ کي تقريبا ۱۳ میليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. دغه سازمان وايي چي همدا يوه لويه وجه ده چي د دغو جګړو ځپلو سيمو زيات میندې او پلرونه غواړي چي اروپا ته هجرت وکړي. د دغه سازمان په وينا يوازي د سوريې جګړې تر ۹۰۰۰ څخه زيات ښوونځي ويجاړ کړي دي.