1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرنیانو په یوه کال کې له آلمانه څومر یورو استولي؟

۱۳۹۶ شهریور ۶, دوشنبه

د يوې آلمانۍ مجلې د رپوټ له مخې، د ۲۰۱۵ کال په پرتله د هغو پيسو په کچه کې زياتوالی راغلی دی چې آلمان کې ميشتو مهاجرو او بهرنيانو تیر کال خپلو هيوادونو ته استولي دي.

https://p.dw.com/p/2iygx
500-Euro-Scheine
انځور: picture-alliance/dpa/M. Scholz

د آلمان اقتصادي مجلې «ورېتشافت ووخه» په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې په آلمان کې ميشتو بهرنیانو په تیر میلادي کال کې له آلمان څخه د باندې خپلو کورنيو ته ۴ اعشاريه ۲ ميليارده يورو استولي دي. له بهرنيانو څخه مقصد هغه کډوال دي چې آلمان کې ژوند او کار کوي.

دغه مجله د آلمان د بانک د معلوماتو په حواله زياتوي چې دغه پیسې د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۷۰۰ ميليونه يورو زیاتې دي چې په ۱۹۹۰ميلادي کال کې د ختیځ او لویدیځ آلمان له يوځاي کيدو راهیسې ساری نه لري.

د دغه رپوټ له مخې، له کلونو راهيسې د بهرنیانو له خوا خپلو هيوادونو يا کورنيو ته د پيسو په ليږد کې په ښکاره توګه زياتوالی رامنځ ته شوی دی. رپوټ زیاتوي چې تر ډیره د اروپايي اتحاديې د ختيځو غړو هيوادونو دولتونو ته ډيرې پيسې استول کيږي.

سوريايي مهاجرو په ۲۰۱۵ کال کې خپل جګړه ځپلې هيواد ته ۱۸ ميليونه يورو استولې وې په داسې حال کې چې دغه کچه په ۲۰۱۶ کال کې ۶۷ ميليون يورو ته لوړه شوې ده.

خو د دغو ټولو سربيره، تر اوسه له آلمان څخه تر ټولو ‌ډيرې پيسې ترکي ګارګرانو خپل هيواد ته استولي دي. له آلمان څخه ترکيې ته د کلنۍ ليږدول شويو پيسو کچه، د کلونو راهیسي څه باندې ۸۰۰ ميليونو شا او خوا کې ثابته پاتې ده.