اروپا ته مهاجرت

له آلمان څخه اخراج شوي افغانان کابل ته رسیدلي

د سه شنبې په ماښام د آلمان له دوسلدورف هوایي ډګر څخه رد شوي افغانان په یوه الوتکه کې کابل ته واستول شول. دغه الوتکه د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د کابل هوايي ډګر ته رسیدلې ده.

Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf (picture-alliance/dpa/B. Thissen)

د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت یوه استازي محمد آصف عباسي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په الوتکه کې ۱۱ رد شوي پناه غوښتونکي سپاره شوي ول خو له الوتکې څخه یوازې اته تنه راکوز شوي دي. هغه د نورو درې تنو په هکله هیڅ ډول جزئیات ور نه کړل. د دغه استازي د معلوماتو له مخې په الوتکه کې درې کسان چې په جرمي اعمالو محکوم شوي وو سپاره وو.

د آلمان خبري آژانس د معلوماتو له مخې رضا رضایي چې ۴۰ کلن افغان پناه غوښتونکی دی او د دایکندي ولایت سره تړاو لري، دوه کاله او اته میاشتې په زندان کې تیرې کړي دي. د هغې میرمن د مونشن ښار ته تر رارسیدو یوازې ۴۰ ورځې وروسته پر خپل میړه باندې د تشدد تور پورې کړی وو.

رضایي د آلمان خبري آژانس ته په هوایي ډګر کې ویلي دي: «زه له خپلو دوستانو سره د باندې تللی ووم او کله چې بیرته کور ته راغلم پولیس زما په کور کې وو او زه یې ونیولم.» رضایي پر ده باندې لګیدلي تورونه ردوي او د آلمان پر حکومت باندې د هغې د میرمنې د اړخ نیولو تور لګوي.

۲۰ کلن پناه غوښتونکی محمد جمشید چې د غزني ولایت اوسیدونکی دی وایي چې افغانستان ته د هغه د بیرته استولو له پاره هیڅ کوم دلیل نه دی وړاندې کړی شوی. خو د جمشید په خبره په آلمان کې په زندان کې وخت تیر کړی دی، خو د دغه بند د علت او د هغې د مودې په هکله یې له معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.

په کابل کې د می میاشتې په ۳۱ نیټه تر خونړۍ چاودنې وروسته په لومړي ځل په ډله ایزه توګه رد شوي افغان پناه غوښتونکي خپل هیواد ته استول کیږي. دغه برید کې د آلمان سفارت ته هم سخت زیان اوښتی وو.

مرستندویه سازمانونه افغانستان د افغانانو د اخراج مخالفت کوي، ځکه د هغوی په وینا د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی.

زموږ له آرشیف څخه:

 

DW.COM

Albanian Shqip

Amharic አማርኛ

Arabic العربية

Bengali বাংলা

Bosnian B/H/S

Bulgarian Български

Chinese (Simplified) 简

Chinese (Traditional) 繁

Croatian Hrvatski

Dari دری

English English

French Français

German Deutsch

Greek Ελληνικά

Hausa Hausa

Hindi हिन्दी

Indonesian Bahasa Indonesia

Kiswahili Kiswahili

Macedonian Македонски

Pashto پښتو

Persian فارسی

Polish Polski

Portuguese Português para África

Portuguese Português do Brasil

Romanian Română

Russian Русский

Serbian Српски/Srpski

Spanish Español

Turkish Türkçe

Ukrainian Українська

Urdu اردو