1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اسلامي دولت ډلي سره يوځای سوي نجوني

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ مهر ۱۱, جمعه

په دې وروستیو کې معلومه شوه چې له اروپا څخه سوریې ته یو شمیر ځوانې نجونې او ښځې هم تللي دي. تر ډیره وخته د هغوی کورنۍ په دې نه پوهیدې چې لوڼۍ یې چیري دي.

https://p.dw.com/p/1DPUk
انځور: Reuters

ځینې کورنۍ تر اوونیو پوري په دې نه وې خبري چې لوڼې یې چیرې تللي دي. خو یوه ورځ ورته تلیفون راغلی او لوڼو یې ورته ویلي دي چې دوی سوریې ته تللي او له «اسلامي دولت» ډلې سره یو ځای شوي دي، څو په جگړه کې د نارينه وو ملاتړ وکړي.

یوه سوریایي محصله په رقه ښار کې یوې انټرنېټ کافې ته ورننوځي، چې اوږده تور کالي یې اغوستي دي او د عکاسۍ یوه کمره یې پکښې پټه کړې ده. دغه ښار له ۲۰۱۳م کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې په لاس کې دی.

دغه محصله په پټه د څو نجونو فلم اخلي، چې د سکایپ له لاري په فرانسه کې له خپل مور او پلار سره په فرانسوي ژبه خبري کوي. دغه نجلې وایي: «نه مورې! زه بیرته نه درځمه، دا خبره هیره کړه.» دغه خبره په هغه ویدیو کې اوریدل کیږي چې د «فرانس ۲» او «فرانس ۲۴» په نامه فرانسوي تلویزوني شبکو نشر ته سپارلې ده.

دغه نجلۍ په خپلو خبرو کې وړاندي وایي: «ما پر ځان باندي دا ټول خطرونه د دې له پاره نه دي گاللي چې بیرته فرانسې ته ولاړه شم. زه غواړم چې دلته پاته شم، زه ښه یم. هغوی هلته په تلویزونونو کې له مبالغې څخه کار اخلي.»

د لندن د کنگز کالج د افراطيت په هکله د څېړنو نړیوال مرکز په یوه رپوټ کې راغلي دي چې سوریې ته د تلونکو نجونو عمرونه د ۱۶ او ۲۴ کلونو تر منځ دي. د دغې رپوټ له مخې د دغو نجونو زیاترو یې لوړي زده کړې هم کړي دي.

اټکل کیږي چې له اروپا څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کسان په سوريه کې له ترهگرو سازمانونو سره یو ځای شوي، چې زیاتره یې د اسلامي دولت ډلې غړي دي. له اروپا څخه د تلونکو دغو کسانو لس سلنه نجونې او ښځي اټکل شوي دي.

Bildergalerie Alltag in Syrien unter IS Herrschaft
انځور: Reuters

ځوانه فرانسوۍ چې له خپلي مور سره خبري کوي، له دغي ډلي څخه یوه ده. له فرانسې څخه تر ۶۰ زیاتي ځواني نجوني او ښځې په سوريه کې له ترهگرو ډلو سره یو ځای شوي دي.

د فرانسې د معلوماتو له مخې ۶۰ نوري داسي نجونې تر څارني لاندي نیول شوي دي، چې گويا هغوی د اسلامي دولت ډلي د غړیتوب تر لاسه کولو له پاره سوریې ته سفر پلانوي.

همداشان له بریتانيا څخه هم ۵۰ ځواني ښځي له اسلامي دولت ډلي سره یو ځای شوي دي. داسي گومان کیږي چې د هغوی زیاتره برخه په رقه ښار کې وي او یو شمېر یې خو آن په جگړو کې هم برخه اخلي.

داسې اټکل کیږي چې له آلمان څخه دې هم شاوخوا ۴۰ ځواني ښځې سوریې او عراق ته تللي وي، چې له اسلامي دولت ډلې سره یو ځای شي. د دغو نجونو زیاتره برخه د مور او پلار له اجازې پرته سفر کوي.

د آلمان د اساسي قانون د ساتني ادارې مشر هنس گیورگ ماسن، د «راینشه پوست» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي دي: «څلور کم عمره نجوني د یوې جهادي نکاح له رومانتيک تصور سره هلته ورغلي او د ځوانو جنگياليو سره، چې د انټرنیټ له لاري یې یو له بل سره پیژندلي ول ودونه کړي دي. دغه ځوانان په پټو سترگو دا کار کوي او په دې نه پوهیږي چې پر دوی څه راتلونکي دي.» زیاتره نجوني د خپلې مینې د موندلو او له هغوی سره د ودونو کولو په هیله خپل خوندي کورونه پریږدي.

د انټرنیټ له لاري خپلو لیکو ته راجذبول

د بیلجیم په انت ویرپن، پوهنتون کې منتصر آیدمه، د افراطيت پر موضوع باندي څیړنه کوي. د المونیټر په نامه په انټرنیټي پاڼه کې په یوه مقاله کې هغه لیکلي دي چې مخ پر زیاتیدونکي توگه له اسلام څخه ویرول او د ښی اړخو گوندونو پياوړي کیدل له ترهگرو ډلو سره د ځوانو ښځو د یو ځای کیدو یو دلیل دی.

نوموړي په دغه مقاله کې واړندي ویلي دي چې پر دې سربیره د نجونو د ماشوم توب دوره هم په دې کې نقش لري. هغه ویلي دي: «زیاتره وخت نجوني داسي احساس کوي چې په ټولنه کې ځای نه لري. هغوی داسې احساس کوي چې د هر اړخ له خوا رد شوي دي، آن د خپلو مسلمانانو له خوا هم.»

نوموړې په دغه مقاله کې وړاندې لیکلي دي: «دا حقیقت چې هغوی له داسې مسلمانانو سره اړیکه نیسي، چې د دوی په شان احساس لري، دوی ته د هغو په منځ کې د مینې او قبلیدو احساس وربښي.»

له دې کبله د نجونو او ځوانانو په راجذبولو کې ټولنیزي شبکې هم لوی نقش لوبوي. له دې لار دوی یو له بل سره پيژني، مشورې ورکوي چې څرنگه کولای شي د ترکیې له لاري سوریې ته سفر وکړي.

هغه ښځې چې لا ترمخه په سوریه کې دي په اصطلاح خپلي عقیدوي خویندي په جهاد کې ونډي اخیستلو ته تشویقوي او آن د هغوی د سفر لگښت پر خپله غاړه د اخیستو وړاندیز ورته کوي. ځیني وختونو خو یې د اضافي مالي محرکاتو په واسطه غلطوي.

خو په دغه ځای کې حقیقت بیا، په بشپړه توگه بل ډول دی. د ملگرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې د اسلامي دولت ډلې له ۱۵۰۰ ځوانو ښځو او نجونو همداشان له هلکانو څخه د مینځو په توگه استفاده کړې ده او آن له هغوی څخه یې ځینې پلورلي هم دي.

پر دې سربیره له هغوی سره په منظم ډول بد چلند هم کیږي. له آلمان څخه سوریې ته ځیني تللي نجونې بیرته آلمان ته راگرځیدلي دي.