1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د امريکايانو د وتلو ملاتړ کوم»

نجيب الله زيارمل (afp,دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۴, سه‌شنبه

په پاکستان کي تر ټاکنو دوې ورځي وروسته پخواني لومړي وزير نواز شريف، امريکا او خپل گاونډي هيواد هندوستان ته د دوستۍ لاس غځولی دئ. که څه هم هغه په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه «اندېښنه» ښوولې وه.

https://p.dw.com/p/18XCe
Nawaz Sharif (C), the leader of Pakistan Muslim League - Nawaz (PML-N), gestures as he speaks to foreign reporters at his residence in Lahore May 13, 2013. Sharif, who is poised for victory after Pakistan's May 11 election, said he had spoken at length with Prime Minister Manmohan Singh of rival India and would work to ease mistrust. REUTERS/Damir Sagolj (PAKISTAN - Tags: ELECTIONS POLITICS) / Eingestellt von wa
Nawaz Sharif / Pakistan / Muslimligaانځور: Reuters

دغه محافظه کاره سياستمدار د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می۱۳) له بهرنيو خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي په راتلونکي کال کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي او ډير به خوښ سي که د هندوستان لومړی وزير من موهن سينگ يې د لوړي په مراسمو کي گډون وکړي.

شريف له امريکا متحده ايالاتو سره ستونزمن اتحاد ته په اشارې سره وويل: «که د دواړو اړخونو يوې خواته اندېښنه موجوده وي موږ ئې بايد په اړه خبري وکړو او دغه اړيکي پياوړي کړو.»

له افغانستان سره په سرحدي سيمو کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په اړه، چي ويل کيږي له ياغيانو سره ملکي کسان هم پکښي وژل کيږي نواز شريف وويل، دا «يوه ډيره مهه مسئله ده او په دې اړه بايد زموږ اندېښنې سمي درک سي.»

نواز شريف په لاهور کي د خپلو پلويانو په منځ کي
نواز شريف په لاهور کي د خپلو پلويانو په منځ کيانځور: picture-alliance/landov

شريف په راتلونکي کال کي له افغانستان څخه د امریکايي لښکرو وتلو ته په کتو سره وايي، «موږ د هغوی د وتلو بشپړ ملاتړ کوو او اطمينان به ورکړو چي هرڅه به په سمه توگه ترسره سي.»

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د دې ترمخه ويلي ول، چي هغه غواړي د اسلام آباد له نوي حکومت سره «د برابر همکار په توگه» خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

له دې سره سره چي له هندوستان سره د اړيکو د ښه کولو تلاښونه کيږي او پر هغه سربيره هم خړپړتيا سته، نواز شريف وويل چي دی به ډير خوشاله سي چي هندی سيال سينگ يې د لوړي په مراسمو کي د گډون کولو بلنه ومني.

د راپورونو له مخي د نواز شريف محافظه کاره مسلم ليگ گوند د شنبې د ورځي په ټاکنو کي د پارلمان له ۲۷۲ چوکيو څخه ۱۳۰ئې گټلي دي. تر هغه وروسته د پاکستان پيپلز گوند ۳۳ چوکۍ گټلي دي. دې گوند مخکي په پارلمان کي ۸۸ چوکۍ لرلې.

د پاکستان د کريکت پخوانی ستوری او د تحريک انصاف گوند مشر عمرخان د ۲۹ چيوکيو په گټلو سره دريم ځای نيولی دئ. په ټاکنو کي د زور زياتيو او بمي چاودنو سره سره بيا هم تقريباً ۶۰ سلنه رايه ورکوونکو خپلي رايي کارولي دي.

د اروپايي ټولني د څار کمېسيون د ټاکنو پرمهال د بې نظميو سره سره بيا هم دغه گام په پاکستان کي د ديموکراسۍ د پراختيا په برخه کي ډير مهم توصيف کړی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب