1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا وتل ۶ ميليارده ډالره مصرف لري

نجيب الله زيارمل (AFP)۱۳۹۲ فروردین ۱۲, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو د پوځي چارواکو په خبره د ۲۰۱۴ تر پايه پوري له افغانستان څخه د بشپړ امريکايي لښکر او تجهيزاتو پر راايستلو باندي تقريباً پنځه يا شپږ ميليارده ډالره مصرف راځي.

https://p.dw.com/p/187b1
FILE - Crew members of the US aerial refueling military aircraft KC-135 Stratotanker return back to the Transit Centre at Manas near Bishkek, Kyrgyzstan, following an air refuelling rendezvous with US military cargo plane plane S17 Globmaster-3 over the Tajik-Afgan border, 18 December 2011. The transit center Manas is primarily operated by the U.S. Air Force and has four core missions: onward movement of personnel to and from Afghanistan, airlift, aerial refueling and humanitarian assistance. EPA/IGOR KOVALENKO (zu dpa0243) +++(c) dpa - Bildfunk+++
US Militärbasis in Bischkek Kirgistanانځور: picture-alliance/dpa

امريکايي جنرال ستيفن شاپيرو د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي له افغانستان څخه د تجهيزاتو راايستل د ستروالي او پيچېدگۍ له نظره د لښکرو په تاريخ کي تر ټولو ستونزمن کار دئ.

هغه زياته کړې ده: «په تير يوه کال کي په افغانستان کي زموږ نقليه وسايط تقريباً نيمايي ته رسېدلي دي». په دغو تجهيزاتو او موادو کي چي بايد امریکا متحده ايالاتو ته انتقال سي جنگي وسايل، ورزشي سامانونه، کمپيوترونه او فرنيچر شامل دي.

د جنرال شاپيرو په خبره اوس هم په افغانستان کي نزدې ۱۰۰زره کانتينره او ۲۵ زره پوځي نقليه وسايط سته. په پلان کي ده چي د دغه تجهيزاتو ډيره برخه د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه انتقال سي او ډيره لږ برخه ئې د افغان امنيتي ځواک په اختيار کي ورکړل سي.

دغه امريکايي جنرال ويلي دي، په دې اړه چي څه ډول تجهيزاتو د افغان امنيتي ځواک په اختيار کي ورکړل سي تصميم نيول سوی دئ. د هغه په خبره په سيمه کي امريکايي قومندانان اړتياوو ته په کتو سره وړانديز کوي چي څه ډول تجهيزات د خپلو افغان همکارانو په اختيار کي ورکړي.

د دغه امريکايي جنرال په خبره له افغانستان څخه د تجهيزاتو د راايستلو پروسه چي له ۲۰۱۲ کال راهيسي پيل سوې ده فکر کيږي چي له پنځو څخه تر شپږو ميلياردو ډالرو به مصر ورباندي راسي.

تر ټولو ستره ستونز دا ده چي افغانستان بحر ته هيڅ ډول مواصلاتي لار نه لري، ځکه نو امريکايي لښکر او تجهيزات بايد د نورو هيوادونو او يا هوا له لاري انتقال سي.

په افغانستان کي مېشت جارجي لښکر خپل د اړتيا وړ مواد د کراچۍ بندر له لاري ترلاسه کوي، چي د دغو موادو کاروانونه بيا هم په پاکستان او هم په افغانستان کي تر يرغلونو لاندي راځي.

د جنرال شاپيرو په خبره په پلان کي ده چي د تجهيزاتو په ايستلو کي د پاکستان له لاري هم ډيره گټه واخيستل سي.

خو يوازي د پاکستان لار نه ده چي امريکايي لښکر د تجهيز او انتقال له پاره گټه ځني اخلي بلکي د مرکزي اسيا لار هم د دغو ځواکونو د استفادې وړ ده.