1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د امریکايي عسکرو پر وتلو له سره غور

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۳, پنجشنبه

یو امریکایي لوړ پوړی چارواکی اوس وايي چې ولسمشر بارک اوباما د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر هغه غوښتنې غور کوي چې له افغانستان څخه د امریکايی سرتیرو ایستل ورو کړي.

https://p.dw.com/p/1EZts
انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images

د چهار شنبه په ورځ یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما اوس دا منلې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د ایستلو په هکله له سر فکر وکړي. اوباما وروسته له هغې په دی هکله غور کوي چې د افغانستان ولسشمر محمد شرف غني وویل چې د هغه هیواد لا تراوسه د «ترهگري» له گواښ سره مخامخ دی او د نړیوالو ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د رویتر خبری آژانس د دغه امریکايی چارواکي چې هویت نه دی بربنډ شوی، له خولی وویل: «ولسمشر غني په راتلونکو دوو کلونو کې د سرتیرو د ایستلو په مهال ویش او د اډو د تړلو په هکله کې د یو څه انعطاف لپاره غوښتنه وکړه، او مونږ په فعالانه توگه پر دغې غوښتنی اوس غور کوو.»


غني د مارچ په میاشت کې واشنگتن ته سفر کوي او له اوباما سره گوري. افغان ولسمشر تیره میاشت په ښکاره توگه له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په پلان باندی خبری وکړی. د اوسني پلان له مخې په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې به د متحده ایالاتو د سرتیرو شمیر نیمايي کړای شي او د ۲۰۱۶ کال تر پایه به ټول له دغه هیواد څخه وځي. اشرف غني څرگنده کړه چې هغه غواړي چې دغه مهال میاش اوږد کړای شی. هغه وویل چې د سرتیرو د ایستلوټاکل شوي «ضرب الاجل باید یو فرض عین ونه گڼل شي .»


په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوال ائتلاف جنگي ماموریت وروسته له ۱۳ کلونو د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په آخر کې پای ته ورسید. اوس څه ناڅه ۱۳ بهرني سرتیری چې ډیري امریکایان دي، هلته پاتي دي ترڅو د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي.

افغان ځواکونه اوس یوازي د طالب یاغیانو پر ضد جنگیږي. د سره صلیب نړیوالي کمېتې یو وروستی رپوټ وايی چې په ۲۰۱۴م کال کې تر یو کال دمخه په پرتله په جنگ کې دوه برابره جنگیالي او عسکر وژل شوي دي. په وژلو شوو کسانو کې اکثریت افغانان دي. د متحده ایالاتو چارواکي اوس پر دې غور کوي چې څرنگه له افغانستان سره په امنیتي برخو کې نوري مرستې وشي.

په واشنگتن کې یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي چې د خپلو څرگندونو د نه ثبتولو په شرط یې خبریالانو ته خبري کولې، وویل چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان کمپبیل د افغان ځواکونو د روزني، هغو ته د سلا مشورو او مرستو او دغه راز د تروریزم ضد جنگ د توان د لوړلو له پاره یې ځیني سپارښتني وړاندي کړي دي. خو هغه په دې هکله د جزئیاتو له بربنډولو څخه ډډه وکړه.

سپیني ماڼۍ تر دې دمخه هم دوه واري د عسکرو د ایستلو په پلان کې بدلون راوستلی دی، څو د روان میلادي کال تر پايه پوري هلته یوازي۵۰۰۰ عسکر پاتې شي او د ۲۰۱۶م کال په پای کې د هغوی شمیر په «عادي» توگه په کابل کې د سفارت په سطح راکښته شي. د متحدو ایالاتو د دفاع نوی نومول شوي وزیر، اشتن کارتر تیره اونۍ کانگرس ته وویل: هغه د عسکرو د ایستلو په پلان کې د بدلون له پاره چمتو دی.