1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د تروريزم گواښ له منځه تللی نه دی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۹, پنجشنبه

د روسيې د امنيت شورا رئيس وايي چي له افغانستان څخه اوس هم د تروريزم گواښ موجود دی. د هغه په خبره اوس هم په دغه هيواد کي د ځانمرگو د روزلو اډې موجودي دي. مسکو په افغانستان کي د غربي ځواک له اوږدمهاله حضور سره مخالف دی.

https://p.dw.com/p/1CLuM
انځور: picture-alliance/dpa

د روسيې د امنيت شورا رئيس نيکولای پتروښوف، له «روسيه ۲۴» تلويزيوني چينل سره په مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي د تروريزم خطر لکه څرنگه چي ويل سوي ول چي له منځه تللی دی هغسي نه ده:

«زموږ د معلوماتو له مخي اوس هم په افغانستان کي تروريستان روزل کيږي او په دغه هيواد کي د ځانمرگو بريد کوونکو د روزلو اډې موجودي دي.»

د روسيې د امنيت شورا د رئيس په خبره افغانستان ته د غربي ځواکونو د ورتگ پرمهال هدف داوو چي په دغه هيواد کي تروريستان او وسله وال طالبان له منځه يووسي: «خو ترکومه ځايه چي زه په پوهيږم پر تروريزم باندي هيڅوک لاس بري نه سول.»

هغه زیاته کړې ده: «طالبان نه يوازي دا چي له منځه نه یوووړل سول، بلکي له هغوی سره يې خبرو اترو ته غاړه کښېښووله او خبري ورسره کيږي.»

له افغانستانه د مخدره موادو گواښ

پتروښوف دغه راز زياته کړه چي افغانستان د مخدره موادو د قاچاق له اړخه هم گواښ دی. هغه وويل: «له هغه وخت راهيسي چي په افغانستان کي نړيوال ځواکونه مېشته سوي دي، له دغه هيواده د مخدره موادو گواښ ۴۰ برابره ډېر سوی دی.»

هغه ويلي دي چي «دا خبره چي سړی ووايو چي په دغه وخت کي په افغانستان کي له مخدره موادو سره مبارزه روانه وه پر ژبه نسي راتلای.»

د روسيې د ملي امنيت شورا رئيس نيکولای پتروښوف، ويلي دي چي دغه گواښ به په راتلونکې کي هم موجود وي.

دغه روسي چارواکي ويلي دي چي مسکو په افغانستان کي د غرب له دوامداره حضور سره مخالف دی: «موږ په سيمه کي د نه سيمه ييزو ځواکونو له دوامداره حضور سره هيڅ علاقه مندي نه لرو.»

هغه زياته کړې ده چي موږ علاقه مند يوو چي په افغانستان کي امنيت پخپله افغانان وساتي، البته بايد مرسته ورسره وسي او په لومړي سر کي بايد هغه سيمه ييز ځواکونه چي په سيمه کي له ثبات راتلو سره لېوال دي مرسته وکړي.