"له افغانستان سره به مو همکاري اوږدمهاله وي"
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۵, دوشنبهد ناټو مشر اندرس فوغ راسموسن تيره ورځ ناوخته په بروکسل کي وويل، چي دا ددې معني لري چي افغان ځواکونه اوس کولای سي، چي د هيواد د درې پر څلورمي برخي امنيتي مسئوليت پرغاړه واخلي.
هغه زياته کړه، چي په دې سره به د ناټو ځواکونه کرار کرار د افغانستان په ۳۴ ولايتونو او دغه راز د ټولو ولايتونو په مرکزي ښارونو کي امنيتي مسئول افغان ځواک ته ورسپاري:
«په دې سره به افغان ځواک د خپل هيواد د اداري برخي دوه پر دريمه باندي کنترول ولري.»
د راسموسن په خبره دا د افغان او نړيوالو ځواکونو د کوښښونو نتيجه ده چي اوس موږ ورځ تر بلي خپل هدف ته نژدې کيږو.
د ناټو هدف د ۲۰۱۴کال تر پايه پوري افغان امنيتي ځواک ته امنيتي مسئوليت سپارل او له افغانستان څخه د خپلو ټولو جنگي سرتيرو ايستل دئ.
راسموسن زیاته کړه، چي د ۲۰۱۴ کال په پای د انتقال پروسې له ختمېدو سره په افغانستان کي د ناټو ځواکونو جنگي ماموريت هم پای ته رسيږي:
«خو دا زموږ د ماموريت پای نه دئ. ناټو له افغانستان سره پر اوږدمهاله همکاريو باندي حساب کوي او دغه راز به تر ۲۰۱۴ کال وروسته موږ د افغان امنيتي ځواک په روزلو کي پوره ونډه ولرو.»
هغه وويل، چي د رواني مياشتي (می) پر ۲۰-۲۱ نېټه باندي به په شيکاگو کي د ناټو په سرمشريزه کي د نوي ماموريت شکل او اندازه وټاکل سي.
دغه راز د امريکا د متحده ايالاتونو ولسمشر بارک اوباما هم د کابل حکومت له دغه اقدام څخه چي د هيواد د يوې ستري برخي امنيتي مسئوليت پرغاړه اخلي هرکلی کړی دئ او دا ئې يو ډير«مهم گام» بللی دئ.
اوباما په يوه وينا پاڼه کي ويلي دي:«زه د ولسمشر حامد کرزي ددې اقدام هرکلی کوم چي نن ئې په افغانستان کي د انتقال پروسې دريم پړاو اعلان کړ. او په دې سره د خپل هيواد د ډيري برخي امنيتي مسئوليت پر خپله غاړه اخلي. دغه اقدام موږ په افغانستان کي خپلو موخو ته نژدې کوي.»
تيره ورځ افغان حکومت اعلان وکړی چي د امنيتي مسئوليت دريم پړاو پيل او کيدای سي، چي شپږ مياشتي دوام وکړي. په داسي حال کي چي ناټو په يوه سيمه کي د امنيتي مسئوليت د سپارلو له پاره د ۱۲څخه تر ۱۸ مياشتو پوري اړتيا لري.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض