1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند د افغانستان په هکله اندیښنه لري

۱۳۹۱ خرداد ۱۱, پنجشنبه

په واشنګټن کې د هند سفیرې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هیواد کې د یاغیانو د بیا واک ته رسیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه. هغې وویل چې هند غواړي له امریکا سره د افغانستان په هلکه ډیره همغږي ولري.

https://p.dw.com/p/155Ad
انځور: picture-alliance/ANP XTRA

په واشنګټن کې د نوي دهلي سفیرې نریما راو، د چهار شنبې په ورځ وویل چې هیواد ئې له متحده ایالاتو سره د یوه باثباته، دیموکراتیک او هوسا، افغانستان د جوړولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

هغې د اتلانتیک شوار په څیړنیز مرکز کې خبرې کولې. میرمن راو وویل: «دغه مشؤرې باید تقویه شي.» هغې دغه خبرې د دواړو هیوادونو تر منځ تر کلنۍ غونډې مخکې کړي دي. دغه غونډه به د دوو اونیو په ترڅ کې جوړه شي.

میرمن نریما زیاته کړه: «موږ په دې خبره پوهیږو چې تر لس کالونو جګړې وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره ښکاره هیلې موجودې دي. خو موږ باید په ګډه ځان په دې خبره مطمئن کړو چې د تیرو لسو کلونو هڅې مو بې هوده نه شي.»

د ناټو مشرانو د شیکاگو په غونډ‌ه کې له افغانستان څخه د وتلو پلان یو ځل بیا تأیید کړ. د دې پلان له مخې به ټول بهرني امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد امنیتي مسئولیتونه به افغان سرتیرو ته وسپاري.

هندوستان د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته د افغان حکومت له اصلي ملاتړو څخه شمیرل کیږي. دغه هیواد په تیرو لسو کولو کې له افغانستان سره له دوو میلیاردو ډالرو څخه ډیرې مرستې کړي دي. متحده ایالاتو هم د افغانستان په بیا رغونه کې د هندوستان د هڅو ملاتړ کړی دئ.

دا چې هندوستان د افغانستان په بیا رغونه کې ډیره برخه اخیستې ده او له افغان حکومت سره ډیرې نزدې اړیکې لري، دې موضوع پاکستان په قهر کړی دئ. پاکستان وایي چې هندوستان غواړي له افغانستان سره په نزدې کیدو، اسلام آباد محاصره کړي. یو شمیر کارپوهان وایي چې پاکستان افغانستان ته د هندوستان د نه رسیدو له پاره له یاغیانو سره اړیکې ساتي.

پاکستان هم له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان په موضوع کې د متحده ایالاتو ملگری پاتې شوی دئ، خو دغه ملگرتیا تیر کال په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته، خرابه شوه. اوس د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې دي.

یاشونات سینگ چې د هندوستان په پارلمان کې د مخالف گوند استازی دئ هم په یوې بلې غونډې کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په هکله اندیښنه څرگنده کړه.

هغه وویل: «زه ویره لرم چې پاکستان به د خپلو جیوپولیتیکو موخه په خاطر، په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدو ته تشویق کړي.»

دغه هندي سیاستوال ویلي دي چې نړیوال باید تر هغه وخت پورې په افغانستان کې پاتې شي چې په دغه هیواد کې یو پیاوړی پوځ رامنځ ته شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم