له افغانستان څخه د ټاکنو بهير د څارونکو وتل
۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبهله افغانستان څخه د څارونکو د وتلو خبر په داسې وخت کې را پورته کیږي چې په دغه هيواد کې ولسمشریزو ټاکنو ته چې د اپریل میاشتې پر ۵مه نېټه تر سره کیږي، تر دوو اوونیو هم لږ وخت پاته دی. ښایي دغه ورځ د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه د واک د لیږد شاهده وي. خو ډیری خلک د پراخ تقلب چې د ۲۰۰۹م کال ټاکني یې بې اعتباره کړې له تکراریدو څخه انديښنه لري. په دغه وخت کې د ټولو رایو ۲۰ سلنه باطلې اعلان شوې.
د افغانستان د روڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ «فیفا» اجرائیويي رئيس جانداد سپین غر، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې «دا واقعاً یو لوی بد خبر دی. دغي پروسې ته د مشروعیت ورکولو له پاره په ټاکنو کې د بهرنیو څارونکو حضور واقعاً ډیر مهم دی.»
ملي دیموکراتیک انستیتیوت (NDI) ویلي دي چې دوی خپل څارونکي له افغانستان څخه ایستلي دي. په عین وخت کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) ویلي دي چې دوی خپل څارونکي ترکیې ته لېږلي دي.
د اروپایي ټولني نړیوال څارنیز ماموریت به یوازنی لوی ماموریت وي چې پر سرینا هوټل باندي د طالبانو تر برید وروسته هم په افغانستان کې پاته شي. په دغه هوټل کې زیاتره بهرنیان اوسیږي.
د ملي دیموکراتیک انستیتیوت د عامه چارو مشري کېتي گېست، ویلي دي: «موږ خپل پرسونل چې په سرینا هوټل کې اوسیده، ایستلی دی او په اوسني وخت کې د ټاکنو ماموریت څارنیز فعالیتونه ارزیابي کوو.»
د ملي دیموکراتیک انستیتیوت څارونکي لویس ماریا دوارته، په هغو نهو تنو کې شامله وه چې پر سرینا هوټل په تر سره شوي برید کې ووژل شوه. د سرینا هوټل په رستورانت کې څلور وسله والو کسانو په توپگچو سره پر خلکو فيرونه وکړل.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي دي چې دوی به په رسمي توگه د دغه ماموریت د لغو کید یا نه لغو کیدو په اړه خپله پریکړه وکړي، په داسې حال کې چې ځیني سرچیني وایي چې د دغه سازمان بهرني کارکوونکي لا تر مخه ترکیې ته تللي دي.
د نوموړي سازمان ویاند توماس رایمر ویلي دي: «زموږ د امنیتي چارو کارپوهان، په اوس په کابل کې زموږ د ټیم له پاره چې د برید په شپه په سرینا هوټل کې وو، امنیتي وضعیت څېړي.»
تر دې دمخه هم پر سرینا هوټل باندي برید شوی دی، خو تر هغه وروسته د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوې وه او داسې گومان کېدی چې د ټاکنو پر مهال به د بهرنیو څارونکو د اوسیدولو له پاره خوندي ځای وي.
په جنوري میاشت په کابل کې پر یوه لبناني رستورانت باندې د طالبانو تر يرغل وروسته چې په نتیجه کې یې ۲۱ تنه ووژل شول، د سرینا هوټل له هغو محدودو ځایونو څخه یو دی، چې بهرنیو مېلمنو ته د ورتگ اجازه ورکول کیده.
اروپايي ټولني ویلي دي چې په ټوله کې د نړیوال څارنیز ماموریت له پاره د دوی په پلانونو کې کوم بدلون نه دی راغلی، خو د یوه څارونکي د معلوماتو له مخي چې خپله هم په دغه الوتکه کې وو ویلي دي چې د دوی یو شمیر کارکوونکي هم پر سرینا هوټل له بریده وروسته له افغانستان څخه وتلي دي.
د اروپایي ټولنې مشر څارونکي تیس بېرنم، ویلي دي: «موږ د ملگرو ملتونو په ودانۍ کې خوندي یو او داسې کوم دلیل نه لیدل کیږي چې په خپلو پلانونو کې دې بدلون راولو.»