1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغان امنیتي ځواکونو سره د میلیونو ډالرو مرسته

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۱۸, جمعه

د آسترالیا حکومت د جمعې په ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا له پاره نور ۳۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي. دغه اعلان په وارسا کې د ناټو د سرمشریزي تر مخه کيږي. افغانستان ددغي غونډه يوه مهمه موضوع ده.

https://p.dw.com/p/1JLnm
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

آسترالیا چې د افغانستان او عراق په جگړه کې د امریکا متحدو ایالاتو نزدې متحد دی، په اصل کې له ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه. خو اوس غواړي چې تر ۲۰۲۰م کاله پوري هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره نور اضافه ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د اضافي مرستي اعلان دوې ورځې وروسته له هغې کیږي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمښت په هکله پلان ځنډولو خبره وکړه.

په پام کې وه چې د روان میلادي کال تر پايه پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر له ۹۸۰۰څخه نیمایي ته راکښته شوی وای، خو اوس په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکاي عسکر پاتیږي.

پر امریکایي عسکرو سربیره نور ۳۰۰۰ بهرني عسکر هم د ناټو په مشرتوب یوه ماموریت کې ونډه لري.

د آسترالیا لومړي وزیر مالکولم تورنبول، په جنورۍ میاشت کې کابل ته سفر کړی او تر هغې دوې میاشتې وروسته د آسترالیا د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د نورو درو کلونو له پاره به یې عسکر په افغانستان کې پاته شي. د ناټو په مشرتوب ماموریت کې ۲۷۰ آسترالیایي عسکر ونډه لري.

دا چې تیره اوونۍ په آسترالیا کې عمومي ټاکني وشوې او لا تر اوسه یې پایلې نه دي جوتې شوي نو له دې کبله کوم جگپوړی آسترالیایي چارواکی په وارسا کې د ناټو په سرمشریزه کې گډون نه کوي.

رپوټ زیاتوي چې د کلنۍ سل میلیونو ډالرو مرستې څخه به ۸۰ میلیونه د افغانستان ملي اردو او ۲۰ میلیونه پولیسو ته ځانگړي شي.