1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغان ځواکونو سره د هوایي مرستې د ډیریدو غوښتنه

۱۳۹۴ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د امریکا پر پوځ فشار زیاتیږي چې د طالبانو له لوري د رامنځ ته شوي گواښ د له منځه وړلو له پاره له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته ډیره کړي. ځیني افغان افسران په دې آند دي چې یوازي هوایي مرسته او بریدونه طالبان ماتولای شي.

https://p.dw.com/p/1HtbX
انځور: Reuters/A. Malik

په افغانستان کې کم شمیر امریکایي عسکر چې د هغوی د بوختیا مقررات هم محدود دي، په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل په دې باور دی چې پراخ واک د ځايي امنیتي ځواکونو د مرستې ښه لاره ده.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جان کمپبل دوره په نزدې راتلونکي کې پای ته رسیږي او جان نیکلسن د هغه د ځای ناستي په توگه نومول شوی دی.

رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په دې کې هوایي بریدونه هم شامل دي، په کوم کې چې په ۲۰۱۵م کال کې په رسمي توگه د ناټو د جنگي ماموریت ترختمیدو وروسته څرگند کمښت راغلی دی. د ناټو د دغه جنگي ماموریت ځای یوه روزنیز ماموریت ونیو.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ځیني جگپوړي افغان افسران په دې هکله اندیښمن دي. په کندهار کې د ۲۰۵ قول اردو قوماندان جنرال داود شاه وفادار له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «یوازې هوایي مرسته او هوایي بریدونه طالبان ماتولای شي.»

دغه خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندي لیکلي دي چې د هوایي بریدونو له پاره د هغه غوښتنه کومه نوې خبره نه ده خو په وینا یې د طالبانو له خوا په ځانگړې توگه په کندز کې د ځینو سیمو تر نیولو وروسته د دغه بحث اهمیت لا پسې ډیر کړی دی.

جان کمپبل تیره اوونۍ په سنا کې د وسله والو ځواکونو جرگه گۍ ته په وینا کې وويل: «زه فکر کوم موږ سږ کال ولیده چې هغوی [طالبانو] د ائتلافي ځواکونو د هوایي ځواک له کمیدو څخه گټه اخیستې ده.»

د امریکا متحدو ایالاتو پوځ په افغانستان کې تیر کال شا او خوا ۴۰۰ هوایي بریدونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې کله امریکایي ځواکونه په بشپړ جنگي ماموریت کې ښکیل وو نو په ۲۰۱۴م کال کې یې ۱۱۰۰ بریدونه تر سره کړي ول.

امریکایي ځواکونو تیره میاشت په هلمند کې په دوو ورځو کې ۱۲ هوایي بریدونه تر سره کړي دي چې په عادي توگه یوه درنه بوختیا گڼل کیږي. دغه بریدونو د لسونو امریکایي ځانگړو ځواکونو سره د مرستې په موخه شوي ول، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې په یوه ماموریت کې برخه درلوده.

په هلمند ولایت کې وروستیو تحولاتو ته په کتو سره په سونو امریکایي عسکر دغه ولایت ته استول کیږي. امریکايي پوځ ویلي دي چې د هغوی نقش به روزنه، سلا مشورې ورکول او مرسته وي او په وینا یې «په جنگي عملیاتو کې به برخه نه اخلي.»

خو په وروستیو وختونو کې د متحدو ایالاتو اردو خپلو ځواکونو ته په افغانستان کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د ځپلو له پاره د واک د پراخولو اجازه ورکړه.