1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کډوالو سره د ایران چلند، د ارزښتونو زاوال

۱۳۹۱ فروردین ۱۴, دوشنبه

د نوروز په ورځو کې د ایران د اصفهان په ښار کې یوه پارک ته د افغانانو پر ورتگ بندیز، پراخ غبرگونونه راپارولي دي. د افغانستان دولت ویلي دي چې له خپل گاونډي هیواد څخه ئې داسې تمه نه درلوده.

https://p.dw.com/p/14Wck
انځور: FARS

رسنیو خبر ورکړی دئ چې د جمعې په ورځ د اصفهان په ښار کې ځايي چارواکو یوه غرني پارک ته د افغانانو پر ورتگ بندیز لگولی وو. په انترنیت پاڼو کې د هغو لوحو انځورونه هم خپاره شوي دي چې پکښې لیکل شوي ول چې «ورود افاغنه ممنوغ» يعنې د افغانانو ننوتل منع دي.

د اصفهان د سفرونو د تنظیموونکي کمیټې مشر احمد رضا شفیعي، ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د ښاریانو د اسودگۍ له پاره د حمل د میاشتي په دیارلسمه ورځ چې د «سیزده بدر» په نوم یاديږي، پارک ته د افغانانو پر ورتگ بندیز لگولی وو.

یو شمیر ایرانیانو په خپلو انترنیت پاڼو کې د چارواکو دغه عمل په کلکه غندلی دئ. د انترنیت پاڼو د رپوټونو په حواله همدا شان د بشري حقونو یو شمیر فعالانو د «سیزده بدر» په ورځ، پارک ته د افغانانو پر ورتگ بندیز باندي اعتراضونه کړي دي.

په انترنیت پاڼو کې يوه خپاره شوي انځور کې درې تنه ایرانیان ښوول شوي دي چې په لاس کې داسي شعارونه نیولي دي چې پکښې لیکل شوي دي چې «زه هم افغان یم». په یو بل شعار کې بیا د «نژاد پرستۍ» او «ریسیزم» پر اصطلاحاتو چلیپا کش شوې ده.

د افغانستان د دولت غبرگون

له دې پېښې څخه څلور ورځې تیریږي. په دغه وخت دا موضوع د ټولنیزو چارو د کارپوهانو تر منځ د بحث اساسي موضوع پاته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې هغوی هم «دغه مسئله اوریدلې ده او په ایران کې د افغانستان سفارت دغه موضوع څیړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال فرامرز تمنا، وایي: «که چیرې دا کار شوی وي او زموږ د سیاسي نمایندگۍ له لارې دا خبره ثابته شي نو طبعي خبره ده چې موږه له خپلو هم کلتوره، هم دینه او هم نژاده گاونډیانو څخه د داسې یو عمل د تر سره کولو هیله نه درلوده. په داسې حال کې چې د نوروز لمانځل په سېمه کې موږ ته له نیکونو څخه را پاته دي. که داسې یو کار واقعیت ولري نو موږ دغه کار ته په ښه سترگه نه گورو.»

په ایران افغان بندیان
په ایران افغان بندیانانځور: FARS

د ایراني چارواکو له خوا دا کار څو ورځې وروسته تر هغې تر سره کیږي چې د ایران ولسمشر احمدي نژاد، په تاجکستان کې د افغان ولمسشر حامد کرزي په موجودیت کې د خپلو نورو سیالو پر وړاندې له گاوڼدیو هیوادونو سره له یووالي، ورورولي او گډو فرهنگونو څخه یادونه وکړه.

احمدي نژاد په دغه غونډه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، خو د افغانستان د سنا مجلس د احمدي نژاد له خوا دغسې یوه یادونه د افغانستان په چارو کې مستقیمه لاسوهنه وبلله او دا کار ئې وغنده.

افغان، پاکستاني او ایراني ولسمشران د خبرو په حال کې.
افغان، پاکستاني او ایراني ولسمشران د خبرو په حال کې.انځور: AP

علي امیري چې د کابل په یوه شخصي پوهنتون کې استاد دئ وایي: «له بده مرغه د افغانستان سیاسي او د دیپلوماسي دستگاه بیکاره ده. په ارگ کې داسې ډلې راټولې شوې دي چې په خپل منځ کې د قدرت په سر جنجال لري او دغه شان مسائیلو ته د فکر کولو له پاره وخت نه لري... د افغانستان د دولت اخلاقي او انساني وجدان تر ډیره حده سقوط کړی دئ چې داسې مسائیلو ته خپل غبرگون نه ښیي.»

په ایران کې له افغانانو سره داسې چلند کومه نوی کیسه نه ده. هغه افغانان چې په ایران کې ئې په زندانانو کې وخت تیر کړي دئ هر یو له غم او درد څخه ډکې کیسې لري. زیاتره افغانان چې ایران ته د مزدوري له پاره تللي دي د کار تر خلاصیدو وروسته پر دې نه دي توانیدلي چې خپله تنخوا تر گوتو کړي.

کله چې په تیرو کلونو کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو موضوع توده شوه نو د افغانستان د ولسي جرگې له لوري دغه هیواد ته یو پلاوې واستول شو. دغه پلاوي له ایران څخه تر راستنیدو وروسته وویل چې ایراني چارواکو د افغان کډوالو د ستونزو د حلولو په برخه کې د همکارۍ موافقه کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرگې غړې رقیه نایل بیا وایي: «مخکې ایران له موږ سره د مهاجرینو په برخه کې یوې پریکړې ته رسیدلی وو خو بیا وروسته ئې د خپلو ژمنو پر خلاف عمل وکړ. کډوالو ته د کار او ماشومانو ته د ښوونځیو ته د تلو اجازه نه ورکول کیږي.»

علي امیري بیا وایي چې په ایران کې د افغان کډوالو دا ستونزې کومه نوې خبره نه ده: «مخکې هم په ایران کې داسې ځایونه ول چې افغانانو هلته د اوسیدو او د کورونو د نیولو حق نه درلود. دا د اسلام تر نامه لاندې یو ډول نه اعلان شوې نژاد پالنه ده چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې کیږي او اوس ورو ورو بربنډیږي.»

په پارلمان کې د فراه ولایت استازي محمد موسی نصرت، هم له افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د گاونډیتوب او د نړیوالو منل شوو معیارونو خلاف عمل وگڼه. هغه وویل:

«دا د ایران د دولت پالیسي ده. کله چې د پسرلي موسم وي او د انتقال له پاره زمینه برابره وي نو مهاجرینو ته بیا نوي کارتونه ورکوي او وعدي ورکوي چې تاسو دلته اوسیدلای شی خو کله چې بیا د ژمي موسم راشي سربیره پر دې چې هغوي ته ئې اسناد ورکړي هم وي نو له هغوی سره ظالمانه برخورد کوي.»

عارف فرهمند/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب