1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له الهام الدين وردک او رمضان بشردوست سره مرکه

نسيم صابر۱۳۸۴ آذر ۲۸, دوشنبه

د آلمان د ايزرلون په ښارگوټي کې له افغانستان سره د ملکي او نظامي مرستو او همکارۍ په باره کې يوه غونډه راغوښتل شوې وه. د دغې غونډې په جريان کې مو د افغانستان د پلان پخواني وزير او اوسمهال د ولسي جرگې غړي رمضان بشردوست او د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت مشاور، الهام الدين وردک سره د اداري فساد په هکله يوه مرکه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DMq3
انځور: DW
د خبرو په ترڅ کې ښاغلي بشردوست وويل:
«ښاغلي حامد کرزي راته پېشنهاد وکړ چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د يو کميسيون رياست قبول کړم.
ما ښاغلي کرزي ته وويل: که زه دا مسووليت قبول کړم تاسو صلاحيتونه راکوئ کنه، او آيا تاسو غواړئ چې موږ دا مبارزه له ارگ څخه شروع کړو.»