1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له امریکی نه نیولی تر آسیا او اروپا پوری د بيو رالويدل دوام لري

۱۳۸۷ آبان ۲, پنجشنبه

که څه هم چي د روان مالي بحران سره د مبارزي لپاره هم د امریکي په متحده ايالتونو اوهم په اروپا کی ډير تدابير نيول شوی. يواځي امریکایانو 700 ملیارده ډالره دروان مالي اوبانکي بحران سره دمبارزي د پاره تخصيص کړی.

https://p.dw.com/p/FfNR
د فرانکفورت د بهادارو اسنادو په بازار کي د بهادارو اسنادو د بييٍ منځني کچه DAXانځور: AP

د آلمان حکومت تر 500 ملیارده یورو پوري پيسي دهغه بانکونو سره د مرستي لپاره په نظر کي نيولي چی د مالي ستونزو سره مخامخ شوی.
په مجموعی توګه په ټوله اروپا او امریکا کی تر 2000 ملیاردو پوري پيسي د روان بانکي او مالي بحران د پاي ته رسولو لپاره پلان شوي. خو بیاهم د بهادارو اسنادو په بازارونو کي د اسهامو د بيو د رالويدلو مخه په متداوم ډول سره نده نیول شوي. وروسته له دي چي د امریکي متحده ايالتونو او آسیايي هیوادونو د اسهامو په بازارونو کي پرون د بهادارو اسنادو د بيو د رالويدلو خبرونه خپاره شول.

د آلمان د فرانکفورت ښار د بهادارو اسنادو په بازار کي د بهادارو اسنادو د بييٍ منځني کچه DAX رالويدلي او په نورو اروپايی هیوادونو کی هم وضع همداسي ده. د اومه تيلو بيه هم ډيره راټيټه شوي او د پرون ورځي راهيسي د يوه بيرل اومه تيلو بيه د اويا ډالرو څخه هم راښکته شوی په داسي حال کي چي څو مياشتي د مخه د يوه بيرل اومه تيلو بیه د نړي په بازارونو کي حتي تر يوسل او پنځوسو ډالرو پوري رسيدلی وه.

Frankreich Ölpreis Markt
د تيلود بیې رالوېدلول په امریکي او اروپا کي د يوه اقتصادی رکود د منځ ته راتلو خطر بلل کيږيانځور: AP

DAX د آلمان د مهمو بهادارو اسنادو منځني ارزښت ښه يي. په دي مانا چي د دغه هيواد د مثال په توګه د سلو مهمو تصديو د بهادارو اسنادو منځني ارزښت د DAX کچه يا شاخص بلل کيږی. په نړي کي د روان مالی بحران له امله د نړي د بهادارو اسنادو په ټولو بازارونو ډيري سختي ستونزی رامنځ ته شوی او سره له دی چي د مالی او بانکي بحران د پاي ته رسولو لپاره د هلو ځلو په بهيرکي په لمړي سرکي داسي ښکاريده چي د بهادارو اسنادو په بازارونو کي به هم روان نوسانات پای ته ورسيږي او د بهادارو اسناد په بيو کی به استقرار منځ ته راشی.

خو هسي چي ليدل کیږي د بهادارو اسنادو په بازورونو کی له امریکی نه نیولی تر آسیا او اروپا پوری د بيو رالويدل دوام لري. پرون د آلمان د فرانکفورت په ښارکی د DAX يا د مهمو بهادارو اسنادو منځني ارزشت د تيري ورځی به پرتله په سلوکي 5.44 راښکته شوی. او هسي چي ښکاری نن هم د DAXارزښت رالویدلو ته تمايل ښه يي.

خو دا چي د تيلوبیه ولي رالويږی، علت يي د امریکي په متحده ايالتونو او اروپا کي د يوه اقتصادی رکود د منځ ته راتلو خطر بلل کيږي.