1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له انساني جنينو بنيادي حجرې جوړي سوي دي

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

امریکایي پوهانو د انساني حجرو په اړه خپلو څېړنو کې یوه مهم بریاليتوب ته رسیدلي دي. هغوی د لومړي ځل له پاره توانیدلي دي چې له انساني جنینو څخه له رامنځ ته شویو حجرو څخه نوري حجرې جوړي کړي.

https://p.dw.com/p/18ZJr
HANDOUT - Donor egg cytoplasm containing skin cell nucleus (undated). Scientists at Oregon Health & Science University (OHSU) and the Oregon National Primate Research Center (ONPRC) claim they have successfully reprogrammed human skin cells to become embryonic stem cells capable of transforming into any other cell type in the body. Handout: OHSU (ACHTUNG: Nur zur redaktionellen Verwendung im Rahmen der aktuellen Berichterstattung bei vollständiger Nennung der Quelle Handout: OHSU", zu dpa "Erstmals menschliche Zellen in embryonale Stammzellen umgewandelt" vom 15.05.2013) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Symbolbild Klonen menschliche Stammzellenانځور: picture-alliance/dpa

د نړۍ پوهانو له لسو کلونو راهیسې هڅه کوله چې د انسان له جنینو څخه «بنیادي حجرې» جوړي کړي. دغه ډول حجرې چې په انګلیسي کې ورته Stem Cell یا لکۍ لرونکي حجرې ویل کیږي د دې قابلیت لري چې نوري حجرې رامنځ ته کړي.

تر دې د مخه له انساني جنينو څخه د دغه شان حجرو د جوړولو بهیر تل ناکامه کیده، خو اوس څیړونکې وایي چې د طبابت په برخه کې یوه لوی بریالیتوب ته رسیدلي دي.

هغه څه چې له بینادي حجرو سره یې د څیړونکو لیوالتیا ډیره کړې ده، دا ده چې دغه حجرې کولای شي چې د انسان د بدن په هر ډول حجرو بدل شي. ساینس پوهان وایي چې هغوی کولای شي له دغو حجرو څخه د ډیر شمیر ناروغیو په درملنه کې کار واخلي.

سیاینس پوهان غواړي له دغه نوو جوړو شویو حجرو څخه د پارکیسنون ناروغي (په لوړ عمر کې د رېږدېدو ناورغي)، متعدر اسکلوز ناروغي، د ملا د تیر د ناروغیو او د نابینایي درملنه وکړي.

له دغه نوي پرمختګ سره اوس ساینسپوهان کولای شي چې داسي نسجونه جوړ کړي چې د انسان له خپلو حجرو څخه به د هغه د بدن د نوي غړي په رامنځ ته کیدو کې مرسته وکړي.

د سیاینس په برخه کې دغه لوی پرمختګ د امریکا متحده ایالاتو د اورګن ایالت پوهنتون څیړونکو کړی دی. په دغه پوهنتون کې یوه ساینس پوه شوکهارت میتالیپوف، ویلي دي چې هغوی د یوې آزموینې په ترڅ کې په دې توانیدلي دي چې د انساني جنينو له جوړو شویو حجرو څخه د زړه، اينې او عصابو حجرې جوړي کړي.

تر دې مخکې ساینس پوهانو په ۱۹۹۶ کال کې د یوه پسه حجرې تکثیر کړي وې او د ډالي په نوم د یوه بل پسه په رامنځ ته کیدو کې یې ورڅخه کار اخیستی وو.

ښاغلي میالیپوف ویلي دي چې اوس هم باید په دې برخه کې لا ډیري څیړنې وشي، خو د هغه په خبره دا اوس له انساني جنینو څخه د بنیادي حجرو د رامنځ ته کولو په برخه کې یو ډیر لوی پرمختګ دی.

دغه ساینسپوه ټینګار کړی دی چې د انساني حجرو د رامنځ ته کولو بهیر د بیزو د حجرو د رامنځ ته کولو په پرتله ډیر پېچلی دی. هغه ویلي دي چې انساني حجرې د نورو په پرتله نازکي دي او ټینګار یې کړی دی چې د نوي رامنځ ته شوي میتود له لارې د یوه انسان رامنځ کیدل ناممکنه دی.