1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له اوتريشه آلمان ته اورگاډي بيا پيل سوي

۱۳۹۴ شهریور ۲۳, دوشنبه

له اوتريش سره د آلمان په سرحد کي د کنترول په سبب تقريباً پر ټولو لويو لارو بندښت راغلی. خو د اورگاډو تگ راتگ بيرته پيل سوی دئ. په دغه سيمه کي په زرونو مهاجر آلمان ته د رسېدو له پاره راټول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1GW4B
انځور: Reuters/H.-P. Bader

له نن سهار ۷ بجو راهيسي د آلمان او اوتريش ترمنځ د اورگاډو تگ را تگ بيرته پيل سوی دئ. خو له زالسبورگ څخه مونشن ته د اورگاډو تگ راتگ لږ سوی دئ. دا ځکه چي هلته د اورگاډو پر پټليو مهاجر روان دي.

د يکشنبې په ورځ د آلمان چارواکو په لارښوونه د دغو دواړو هيوادونو ترمنځ د اورگاډو تگ راتگ درېدلی وو. د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير، تر دې لږ دمخه اعلان وکړ چي په راتلونکو ورځو کي به د اورگاډو په تگ راتگ کي کمښت راسي: «دا لا یو څه وخت غواړي چي موږ په خپلو سرحدونو کي نظم ټینگ کړو.» دا چي په سرحدونو کي به تر څه وخته پوري کنترول روان وي دغه سياستوال ئې په اړه څه نه وويل.

يوازي په تيرو اوونيو کي د آلمان مونشن ښار ته ۶۳۰۰۰ مهاجرو ځانونه رسولي دي. د مهاجرو د منلو په برخه کي د آلمان د بايرين ايالت مرکزي ښار مونش کاسه نوره ټکه سوې ده. ډېر مهاجر بايد د دغه ښار د اورگاډو په عمومي تمځای کي شپې او ورځي تيري کړي.

د مونشن د اورگاډو په عمومي تمځای کي مهاجر
د مونشن د اورگاډو په عمومي تمځای کي مهاجرانځور: DW/M. Gopalakrishnan

ځکه نو د آلمان حکومت پريکړه وکړه چي له اوتريش سره په سرحد کي کنترول پيل کړي. د آلمان د «بيلد» ورځپاڼي د راپور له مخي حکومت پريکړه کړې ده چي بايرين ايالت ته د ښورښ ضد پوليسو يوه ټولۍ ولېږي څو له اوتريش سره د سرحد په کنترول کي مرسته وکړي.

له اوتريش سره په سرحد کي د کنترول له پيل سره سم د ټولي سيمي پر ليو لارو بندښت روان دئ. له اوترش څخه آلمان ته پر غځېدلي لاري د دوشنبې په شپه نژدې اته کيلومتره لاره کي ترافیکي بندښت وو.

پر سرحد باندي د کنترول له پيل سره سم د آلمان پوليسو يو ايتالوی قاچاقبر چي په موټر کي ئې اته تنه سوريايي مهاجر پټ کړي ول نيولی دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب