1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايرانه د ۱۳ افغانانو جسدونه را انتقال سول

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۲ فروردین ۲۹, پنجشنبه

د هرات ولايت یو شمېر هغو اوسيدونکو چي دوستان یې څو میاشتې د مخه په ایران کې وژل شوي ول اوس يې تر موندلو وروسته د هغوی مړي په هرات کي د اعتراض په توګه د ایران د کنسلګرۍ مخي ته ایښي ول او قاتلينو ته يې د سزا غوښتنه کوله.

https://p.dw.com/p/18IhY
Dreizehn Särge mit den Leichen von Afghanischen Staatsbürgern wurden aus dem Iran nach Herat, Afghanistan gebracht. Die Afghanen wurden im Iran gehängt und nun nach Hause transferiert. Hunderte von Menschen versammelten sich am Krankenhaus und protestierten gegen die unmenschliche Behandlung von afghanischen Flüchtlingen im Iran.
Iran - afghanische Flüchtlingeانځور: DW/S. Sharafiyar

د هرات ولايت د کهسان سرحدي ولسوالۍ په سوو خلکو نن پنجشنبه (۲۰۱۳ کال د اپريل) په ایران کې د خپلو ۱۳ تنو وژل شویو دوستانو د مړیو تابوتونه په هرات کې د ایران کنسلګرۍ مخ ته د دوو ساعتونو له پاره د احتجاج په توگه کښېښوول.

دغو کسانو چي شمېر يې د راپورونو له مخي ۴۰۰ ته رسېده، د ايران پرضد يې شعارونه ورکول او د ملگرو ملتونو څخه يې غوښتل چي قاتلين يې په سزا ورسيږي.

يو تن لاريون کوونکى ميرخان، چي په خبره يې خپل زوی او ورور په ايران کې وژل شوي دي دويچه ويلي ته وويل، چي افغان حکومت په دې لاره کي هيڅ مرسته نه ده کړې ورسره کړې او خپل مړي يې په خپله را انتقال کړي دي:

«پر دې سربیره چي دولت زموږ سره د مړو په راانتقال کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې، یو شمیر دولتي مامورین او د ولسي جرګې ځیني غړي موږ ته ګواښ کوی چي ولی مو دغه موضوع خبري کړه.»

خو د هرات ولايت وياند محی الدين نوري له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د افغان حکومت د ډيرو تلاښوو په نتيجه کي دغه مړي له ايران څخه افغانستان ته را انتقال سول:

«درې مياشتي دمخه دغه خلک راغلل موږ ته يې شکايت وکړ، چي د دوی دوستان په ايران کي وژل سوي دي، موږ بیا د دوی دغه شکايتونه د بهرنيو چارو وزارت ته ورسول، چي دوی بيا له ايران سره خبري وکړې، تر څو د دغو کسانو جنازې يې هرات ولايت ته را انتقال کړې.»

د وژل سوو کسانو دوستانو د هغوی عکسونه له ځانو سره لېږدول.
د وژل سوو کسانو دوستانو د هغوی عکسونه له ځانو سره لېږدول.انځور: DW/S. Sharafiyar

د هغه په خبره په لومړی سر کي خو حتی دغه خبره چا نه منله چي هلته دي د ايراني پوليسو له خوا افغانان وژل شوي وي.

نوري دا خبره هم تائيد کړه چي دغه کسان د کار له پاره په غير قانوني ډول ايران ته تللی ول دا چي دوی رشتيا هم د مخدره موادو په قاچاق کي لاس لاره که نه دا موضوع بايد د دواړو هيوادونو د چارواکو له خوا وڅېړل شي.

د هرات ولايت د کهسان ولسوالۍ د دغو ١٣ تنو وژل شوي کسان خپلوان وايي چي هغوی نزدې اته مياشتې دمخه ايران ته د تګ پر مهال د ايراني عسکرو له خوا ووژل شول او مړي یې د هرات د اسلام کلا سرحدي ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کي د ایران په تی اباد ښار کې پټ تر خاورو لاندي کړل سوي ول.

دغه پيښه دقیقاً تیرکال د دوبی په موسم کې پیښه شوې وه دا چي ایرانیانو له پیښې انکار کاوه نو څو پلا د سرحد خلکو په هرات کې لاریونونه وکړل، يو وار خو حتی د ایران پر کنسلګرۍ باندي کاڼي واورول سول چي دغه هيواد بيا د یوې اوونۍ له پاره کنسلي کارونه هم وځنډول.

ایران هغه مهال د دغو مړو په اړه بې خبري ښوده خو دا چي اوس یې د کورنۍ غړي د اجسادو په موندلو او راانتقالولو وتوانیدل په هرات کې د ایران کنسلګرۍ مامورین د موضوع پر څرنګوالي خبري نه کوي.