1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايران سره د ستراتيژيک تفاهمليک عملي کول ستونزمن دی

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

کارپوهان وايي چي د افغانستان او ايران د ملي امنيت شوراگانو ترمنځ د «ستراتيژيک تفاهمليک» د مادو عملي کول په اوسنيو شرايطو کي امکان نه لري. له ايران سره تفاهمليک د شنبې په ورځ لاسليک سوی دئ.

https://p.dw.com/p/19KWP
Rangin Dadfar Spanta und Syed Jalali unterzeichnen ein Sicherheitsabskommen zwischen Afghanistan und Iran.
Rangin Dadfar Spanta und Syed Jalali unterzeichnen ein Sicherheitsabskommenانځور: Mehr/Mohammad Hossein Velayati

دغه تفاهملیک په داسي حال کي لاسليک سوی دی چي د امريکا متحده ايالات له افغانستان سره د امنيتي تړون پر سر د خبرو کولو ټينگار کوي خو افغان حکومت ئې په اړه خبري ځنډولي دي.

ايران په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو له حضور سره مخالف دی او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليکولو د مخنيوي تلاښونه ئې کړي دي.

د شنبې په ورځ ايران ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال د افغانستان د ملی امنيت مشاور رنگين دادفر سپنتا او د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت د عالي شورا د منشي سعيد جليلي ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو يو تفاهملیک لاسليک سو.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه خپره شوې بيانیه کي راغلی ول، چي د همکاریو په دغه تفاهمليک کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړیکو پر پراخېدو باندي ټينگار سوی دی.

خو کارپوهان وايي چي افغان حکومت غواړي په دې کار سره پر امریکا متحده ايالاتونو باندي فشار ډير کړي. په کابل کي د سياسي چارو کارپوه او ورځپاڼه چلوونکی شاه حسين مرتضوي وايي چي دغه تفاهمليک تر ډيره يو سياسي پيغام لري. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«د دغه سياسي پيغام مخاطب امريکا ده. افغان ولسمشر حامد کرزي په دې تفاهمليک سره وغوښتل چي وښيي، په هغه صورت کي که امريکا ور سره همکاري و نه کړي دوی کولای سي چي د هغه له خصمانه دښمن سره همکاره سي.»

انتظامي او امنيتي هکارۍ

د افغانستان او ايران تر منځ د همکاریو په تفاهمليک کي راغلي دي چي دواړه هيوادونه په انتظامي برخه کي يو له بل سره همکاري کوي. د پوځي ځواک د تجريبو راکړه ورکړه، له تروريزم سره د مبارزه په برخه کي د تجريبو راکړه ورکړه، پوځي مناورې او له مخدره موادو سره مبارزه د همکاريو په تفاهملیک کي شامل دي.

خو د پوځي چارو کارپوهان وايي، چي د دغه شان ژمنو عملي کول ناممکنه دي. د پوځي چارو کارپوه جنرال عتيق الله امرخيل وايي، چي امریکا به هيڅکله دا اجازه ور نه کړي چي د دوی د ځواکونو په حضور کي ايران او افغانستان پوځي مناورې وکړي او يا دي افغانستان انتظامي اطلاعات ايران ته ورکړي.

امرخيل وايي: «امریکا د افغانستان په مسئله کي بې تفاوته نه ده. هغسي نه ده چي هرڅه چي افغانستان غواړي هغه دي وکړي.»

د امرخيل په باور امريکا په تيرو يوولسو کلونو د افغانستان په پوځي او امنيتي برخه کي پانگونه کړې ده. هغه وايي چي په اوس وخت کي د افغان ملي اردو ټول تجهيزات او مصرفونه د امريکا له خوا پوره کیږي، نو په دغسي يوه حالت کي هيڅ امکان نه لري چي افغانستان دي له ايران سره خپل انتظامي اطلاعات شريک کړي.

د قوي همکارانو پر ځای ضعيف هکار

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چي له ايران سره د دغه شان تفاهمليکونو لاسليکول به له افغانستان سره د مرستو په برخه کي نړيواله ټولنه زړه تورې کړي. د هغوی په خبره په سیمه کي د هندوستان په گډون داسي هيواد نسته چي د افغانستان مالي ملاتړ وکړي.

د کابل پوهنتون استاد حميدالله فاروقي وايي، چي افغان ملي اردو د امريکا متحده ايالاتو له خوا تجهيز او تمويليږي. نو له ايران سره د انتظامي معلوماتو شريکول کيدای سي چي د مرستو د بندولو سبب سي.

فاروقي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «کيدای سي چي دغه تضاد داسي بڼه واخلي چي له افغانستان سره د نړيوالو ټولنو مرستي بندي سي، او له بله اړخه زموږ گاونډيان د دې توان نه لري چي زموږ د امنيتي ځواک ملاتړ وکړي.»

د افغانستان او ايران تر منځ په داسي حال کي د ستراتيژيکو همکاریو تفاهملیک لاسليک کيږي، چي له امریکا متحده ايالاتونو سره پر امنیتي تړون باندي خبري ځنډول سوي دي.