1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ايران سره کومي موافقې ته نه يو رسېدلي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د سپیني ماڼۍ يوه ویاند د اسرائیلۍ ورځپاڼي هغه ادعا چي گواکي متحده ایالات له ایران سره په پټه خبري اتري کوي چي پر دې هیواد باندي د اسرئیلو د احتمالي يرغل مخه ونیسي رد کړه.

https://p.dw.com/p/1632r
انځور: dapd

د رویترز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د امریکایي چارواکو په حواله وویل، چي د «یدیعوت آخرونوت» نومې اسرئیلي ورځپاڼي هغه ادعا چې وایي امریکا له ایران سره پر دې هیواد باندي د اسرائیلو د احتمالي برید د مخنیوي په موخه خبري اتري کوي «غلطي» دي. په دې ترڅ کي د سپیڼي ماڼۍ ویاند جي کارني، د امریکا له خوا ایران ته د کوم پیغام استول رد کړل.

تیره ورځ د «یدیعوت آخرونوت» نومي اسرائیلۍ ورځپاني پخپل یوه رپوټ کي ویلي ول، چې امریکا د دوو اروپایي دولتونو له لاري ایران ته یو پیغام استولی دئ، چې پر ایران باندي د اسرائیلو د احتمالي برید په صورت کي که ایران د فارس په خلیج کي پر امریکایي تأسیساتو باندي برید ونه کړي، نو امریکا به د دې په مقابل کي پر ایران باندي د اسرائیلو د برید ملاتړ و نه کړي.

دغي اسرائیلۍ ورځپاني همداراز پخپل رپوټ کې د امریکا او اسرئیلو تر منځ په بې سابقه ډول د پوځي همکاریو د راکمېدو خبر ورکړی دئ. ورځپاڼي ویلي دي چې دا د امریکا له خوا اسرائیلو ته پر ایران باندي د احتمالي برید له کبله یو گواښ دئ.

جي کارني چې د اوهایو په ایالت کې ئې د ټاکنو په یوه کمپاین کې گډون کړی وو، رویترز خبري آژانس ته وویل: «دغه ادعا غلطه ده. په بشپړه توگه غلطه ده. موږ په دې اړه خبري نه کوو.» کارني ټینگار وکړ، چي د ایران د اتومي شخړې د حل له پاره لا تر اوسه پوري دیپلوماتیکي لاري چارې شته.

په همدي حال کې یوه اسرئیلي چارواکي چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخیستل شي، د اسرائیلي ورځپاني د رپوټ په اړه وویل: «د ایران او امریکا تر منځ دغه شان یو توافق معنی نه لري. ایران پر امریکایي تاسیساتو باندي د برید کولو لیوالتیا نه لري. ځکه چي که دغه کار وشي نو ایران به د امریکا له سخت اقدام سره مخامخ شي.»

په اسرائیلو کې پر ایران باندي د برید کولو پر سر اختلاف

د یکشنبي په ورځ د ایران د څېړنو د کمېسیون پخواني رئیس الیاهو وینوگراد، پر ایران باندي د اسرائیلو د احتمالي برید په اړه اندیښنه څرگنده کړه او وئې ويل چي دغه برید کولای شي چې د اسرائیلو راتلونکې له گواښ سره مخامخ کړي.

وینوگراد د اسرائیلو د ولسمشر او د دې هیواد د دفاع وزیر د پریکړو په اړه بې اعتمادي وښودله. هغه وویل چي د اسرائیلو امنیتي او استخباراتي سازمانونه په دې اند دي چې پر ایران باید برید و نه شي، خو د وینوگراد په خبره یوازي د اسرائیلو ولسمشر او د دې هیواد د دفاع وزیر پر ایران باندي د برید پلويان دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل