1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بهرنیانو کرکه د مهاجرو ضد بریدونو انګیزه

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱۶, دوشنبه

له بهرنیانو څخه ویره پر مهاجرو او د هغوی پر استوګنځایونو تبعیضي بریدونه او پر دیوالونو د سواستیکا [د نازي جرمني] نښان رسمولو لامل دی. ډیرو مهاجرو ته پر پناه ورکولو سربیره بیا هم د آلمان حکومت له داسې ستونزو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1HIQV
LEGIDA-Demonstration in Leipzig
انځور: picture-alliance/dpa/H. Schmidt

اټکل کیږي چې د اروپايي اتحادیې تر ټولو پر نفوسه هیواد [آلمان] ته سږ کال یو میلیون مهاجر ځان ورسوي چې نيمايي ئې له سوریې څخه دي. صدراعظمې انګلا میرکل له آلمانیانو څخه غوښتي دي چې مهاجرو ته ښه راغلاست ووايي او وايي چې هغو کسانو ته به هم ماته ورکړي چې د خلکو تر منځ نفرت ته ځای ورکوي.

سربیره پر دې چې ډيرو آلمانیانو په رضاکارانه توګه له مهاجرو سره د مرستي ملا تړلې ده خو بیا هم د مهاجرو ضد انګیزه قوي شوې ده چې د آلمان له پاره بدیل (Alternative for Germany) په شان ګوندونو ته یې د بقا زمینه برابره کړې ده.

تیره اوونۍ د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، یووار بیا ګواښ وکړ چې د کرکجنو جرمونو په شمیر کې ډېرښت ټکان ورکونکي دی او د منلو نه دی.

میرکل، چې په سپتمبر میاشت کې يې د مهاجرو یوه کمپ ته ورغلې وه او پخپله يې د بهرنیانو ضد یوه مظاهره وليده، وايي چې هغو کسانو ته به د قانون له مخې سختي سزاوي ورکول کیږي چې د مهاجرو پر استوګنځایونو بریدونه تر سره کوي.

په بریدونو کې ډېرښت

د دي سایت په نامه خبري اوونیزي مجلې د یوې ټولپوښتنې پر اساس سږ کال د مهاجرو پر استوګنځایونو ۲۲۲ سخت بریدونه شوي دي چې د څلور پیښو لاملین محکوم شوي دي.

د دې مجلې په رپوټ کې راغلي دي: «که چیري حکومت په رښتیا غواړي چې د قانون په ټول توان سره عمل وکړي نو باید د اوسني حالت په پرتله خپلي هڅي زیاتې کړي.»

دي سایت د دا شان پیښو په اړه د پلټنو له پاره کمو امکاناتو ته په اشارې سره وویل چې ډیر شمیر د مهاجرو استوګنځایونه په ليري پرتو سیمو کې دي، نو ځکه د شواهدو د کمښت هم یوه ستونزه ده.

د آمادیو انتونیو بنیاد څخه چې د نوي نازیانو، افراطیانو او د یهودیانو ضد کسانو پر ضد کار کوي، تیمو راینفرانک وايي: «دا چې تر اوسه څوک نه دي وژل شوي دا بخت دی.»

Deutschland Brand in Flüchtlingsunterkunft in Flensburg
انځور: picture-alliance/dpa/K. Sörensen

د سږ کال له اوړي راهیسې د مهاجرو پر ضد حملې درې برابره شوي دي. دا هغه وخت وه چې په سلونه زره مهاجرو ځانونه د بالکان لاري اتریش او بیا آلمان ته ورسول.

قانون جوړونکو ته د حکومت له خوا ورکړل شوې شمیرې ښيي چې د جون میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پوري هره ورځ د مهاجرو پر درو استوګنځایونو بریدونه شوي دي. راینفرانګ وايي: «دا تاوتریخوالی یوازي د نوي نازیانو کار نه دی، بلکي ډیرو هغو کسانو هم دا شان بریدونه تر سره کوي چې ځان با مسئولیته اوسیدونکي ګڼي خو بیا یې هم کرکې ته ځای ورکړی دی.»

په کریمیتشاو سیمه کې چې په پخواني شرقي آلمان کې پرته ده تیره اوونۍ درې کسان نیول شوي دي چې په نوامبر میاشت کې یې د مهاجرو پر یو استوګنځای د بوتلي بمونه بریدونه کړي دي. په دې استوګنځای کې د ۲۰ ماشومان په ګډون ۴۵ کسان ول.

د شرقي آلمان په یوه بله سیمه کې چې ایګیسن نومیږي تیره هفته پر دوو افغانانو برید شوی. د پرو ازایل او آمادیو انتونیو بنیاد په څیر له مهاجرو سره د مرستې سازمانانو له خوا د ورکړل شویو شمیرو څخه دا یوازي د ورستيو پیښو بېلګې دي.

پیګیدا (لویدیځ د اسلامي کولو پرضد د اروپايي وطنپرستانو غورځنگ) د مسلمانانو پر ضد نفرت ته لمن وهي او هره اوونۍ په دریسدن ښار کې د دې غورځنګ په لاریون کې په زرونه کسان ونډه اخلي.

په پارلمان کې هم د آلمان له پاره د بدیل ګوند غړو د پیګیدا سره خپله همدردي اعلان کړې ده چې همدا کار یې د دې لامل شوی دی چې د دې ګوند ملاتړي ۱۰ سلنه ډیر شي.

چارواکي او غیر حکومتي سازمانونه دا ویره لري چې د نوامبر میاشتې پر ۱۳ نیټه په پاریس کې بریدونه به د دې لامل شي چې ډیر شمیر کسان د سوریایي مهاجرو او افراطيانو تر منځ توپیر و نه شي کولای.

د آلمان د داخلي استخباراتو مشر هانس جورج ماسین وايي: «ښی اړخي ځان راحته احساسوي، هغوی د مهاجرو د منلو تګلارې، صدراعظمه میرکل او حتی رسنۍ ګرمي بولي او په دې باور دي چې د پرانیستو دروازو تګلاره د اوسني حالت لامل ده.»

په ۲۰۱۶م کال کې د دوو شرقي ایالتونو په کډون په ډیرو نورو سیمو کې هم محلي ټاکني دي. یو شمیر خلک دا ویره لري چې د عمومي پارلماني ټاکنو څخه یو کال مخکې ښایې ښي اړخي افراطیان په ټاکنو کې د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي.