1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بيرته ستنیدونکو افغان مهاجرو سره مالي مرسته ډیره شوې

عصمت جبیں، اسلام آباد۱۳۹۵ تیر ۲۵, جمعه

په پاکستان کې شا او خوا یو نیم میلیون راجستر شوي افغان مهاجر ژوند کوي. د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیسارۍ له لوري له پاکستان څخه افغانستان ته له ستنیدونکو مهاجرو سره مرسته اوس ۴۰۰ امریکايي ډالرو ته لوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JPST
Bildergalerie Afghanische Flüchtlinge im Iran
انځور: Meysam Hasanloo

تر دې د مخه هغه افغان مهاجر چې په پاکستان کې راجستر وو او پخپله خوښه وطن ته ستنیدل نو د «یو ان اچ سي آر» له لوري به د کورنۍ له هر غړي سره ۱۵۰ ډالره مرسته کیده. خو دغه مرسته بیا دوه سوه ډالر شوه او اوس تر ۴۰۰ ډالرو پوري لوړه شوې ده، څو ستنیدونکي مهاجر له اقتصادي لحاظه پیاوړي وي.

داسې ویل کیږي چې د مهاجرو د عالي کمیسارۍ د دغه گام په هکله ډېرو مهاجرو خوښي څرگنده کړې ده. خو له بلي خوا په پاکستان کې مېشت هغه مهاجر چې راجستر نه دي او شمیر یې هم د راجستر شوو افغانانو هومره دی نو ورځ تر بلې یې انديښنې زیاتیږي.

۲۱ کلن افغان مهاجر جاوید خان، هغه افغان کډوال دی چې راجستر نه دي. د هغه پلار مړ شوی دی او د خپلي کورنۍ یوازینی کفیل دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د پاکستان حکومت اوس موږ په زور باسي. لومړی یې راپریښودو او اوس راته وایي چې ولاړ شئ. موږ غریبانان یو او هیڅ نه لرو. یو ان اچ سي آر، راجستر شوو افغانانو ته ۳۵۰ ډالره ورکوي خو موږ ته هیڅ نه راکول کیږي. د پاکستان حکومت هم موږ نه راجستر کوي. موږ هم بیرته تلل غواړو، دلته ډیر تنگ یو، خو څرنگه ولاړ شو؟»

جاوید خان د پاکستاني پولیسو له چلن څخه هم شکایت وکړ: «دا مهال د نه راجستر شوو افغان کډوالو لویه ستونزه پاکستاني پولیس دي، چې موږ ډیر تنگوي. هر ځل تر نیولو وروسته راڅخه دوه درې زره روپۍ رشوت اخلي. که رشوت ور نه کړو نو په زور مو د تورخم پولې ته رسوي. زموږ زیاتره د خپلو کورنیو یوازیني نفقه گټونکي دي، نو په پټه بیرته راځو.»

نوموړي افغان په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې له افغانستان څخه بیرته پاکستان ته د راتگ له پاره لارۍ موټر لږ تر لږه ۲۵ زره روپۍ غواړي. د جاوید خان په خبره یو ان چي سي آر، ته د راجستر شوو او نه راجستر شوو کډوالو تر منځ دومره توپیر نه دی په کار.

په دې هکله په اسلام آباد کې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د کمیسارۍ یوه ویاند قیصر خان آفریدي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «یو ان اچ سي آر، یوه نړیواله اداره ده چې د راجستر شوو کډوالو د خونديتوب له پاره کار کوي. زموږ دغه بسته هم د راجستر شوو کډوالو له پاره ده. هغه راجستر شوي افغان مهاجر چې پخپله خوښه خپل هیواد ته ستنیدل غواړي، د فاصلې له مخې سړي سر له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ پورې ډالر او پر دې سربیره له ۳۰ څخه تر ۷۰ پورې ډالر د ترانسپورت له پاره ورکول کیږي.»

د قیصر خان آفریدي په خبره د نه راجستر شوو کډوالو له پاره له دوی سره څه نه شته او هغوی غیر قانوني کډوال انگیرل کیږي او د پاکستان حکومت یې پر ضد گام هم اخیستی شي.

قیصر خان آفریدي وويل چې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ په دې هکله خبرې اترې روانې دي او کیدای شي چې نه راجستر شوي افغانان هم سفري اسناد تر لاسه کړي، خو په وینا یې په دې برخه کې یو ان اچ سي آر کوم اړخ نه دی.

په دې هکله په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت د مهاجرو د چارو مرستیال مشر ذبیح الله ویلي دي چې له پاکستاني چارواکو سره چې د دوی کومه غونډه شوې وه په هغه کې ژمنه شوې وه چې هغه افغان مهاجر چې راجستر نه دي، هغوی به هم ثبت کړل شي، خو په وینا یې تر اوسه دغه کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړې ده: «کوم افغانان چې راجستر دي او په داوطلبه توگه خپل هیواد ته تلل غواړي، له هغوی سره مرسته کیږي او بیرته ستنیدو له پاره یوه میاشت وخت هم ورکول کیږي. خو هغه افغانان چې راجستر نه دي، د هغوی له پاره هیڅ نه کیږي.»

د نوموړي افغان چارواکي په وینا که چیري پاکستان دغه کسان راجستر کړي، نو پاکستان ته یې هم له امنیتي لحاظه گټه ډیره. دا به معلومه شي چې یو څوک چیرې اوسیږي او څه کوي.

په دې هکله د افغان مهاجرینو له پاره د پاکستان کمشنر عمران زیب له دویچه ویله سره په خبرو کي ویلي دي چې په دې برخه کې په حکومت کې ځیني دخیل شریکان چې پکښې د بلوچستان حکومت او د کورنیو چارو مرکزي وزارت شامل دي ځیني ملحوظات لري.

د عمران زیب په خبره د هغوی اساسي اعتراض دا دی چې د مهاجرینو د راجستر کولو بهیر ډیر اوږد دی. پر دې پروسه نهه میاشتې وخت لگیږي او څه موده ترخه حکومت د راجستر شوو افغانانو د پاتیدو موده شپږ میاشتې وغځوله. هغه زیاته کړې: «نو بیا د راجستر بهیر چې نهه میاشتې وخت نیسي، څرنگه پېل شي چې حکومت په شپږو میاشتو کې د افغان مهاجرو د استولو هیله لري.»