1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له بگرام زندان څخه د بنديانو د ليږد بهير پيل سو

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د بگرام له زندان څخه د افغان دولت تر کنترول لاندي زندانونو ته د بنديانو د ليږد بهير پيل شوی دئ. د بگرام زندان د امريکايانو تر کنترول لاندي دئ.

https://p.dw.com/p/13yR5
انځور: picture-alliance/dpa

د افغان دولت له خوا د خپرو شوو شمېرو له مخي اوس مهال د بگرام په زندان کي۳۱۰۰ تنه بنديان ساتل کيږي. د دغو بنديانو له ډلي څخه۲۷۰۰تنه ئې طالبان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي د بگرام زندان ځيني بنديان د پليچرخي زندان ته استول شوي دي.

په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغان بنديانو د ليږد بهير د ولسمشر کرزي له امر سره سم پيل شوی ددئ. پليچرخي زندان د کابل پر ختيځ کي د افغانستان تر ټولو لوی زندان دئ.

په دغه زندان کي اوس هم د طالبانو يو شمير خطرناکه بنديان ساتل کيږي. د افغانستان يو شمير امنيتي ادارې وايي چي په پليچرخي زندان کي بندي طالبان په ځانمرگو بريدونو کي لاس لري.

افغان حکومت په تيرو څو کلونو کي د بگرام بنديانو د ليږد غوښتنه کړې ده او ويلي ئې دي چي هيڅ يو هيواد بايد په افغانستان کي زندان و نه لري.

خو امريکايي چارواکو افغانانو ته د خطرناکو زندانيانو د ليږد په برخه کي تل انديښنه ښوولې ده او ويلي ئې دي چي افغانان لا تر اوسه پوري د دغو زندانيانو د ساتلو ظرفيت نه لري.

د بگرام په زندان کي ډيری هغه کسان ساتل کيږي چي د ايتلافي ځواکونو له خوا د جگړې پر مهال او يا هم د استخبارتي معلوماتو پر اساس نيول سوي دي.

په دې وروستيو کي د افغانستان د اساسي قانون د څار کمېسيون د بگرام زندان په اړه يو رپوټ خپور کړ، چي پکښي په زندان کي ځيني سرغړوني او له بنديانو سره د بد چلند قضيې راغلي دي.

په رپوټ کي ځينو زندانيانو ويلي دي چي ربړول شوي دي او د هغوی د دوسيو د قانوني بررسۍ له پاره ورته شرايط نه وو برابر شوي.

د اساسي قانون د څار کمېسيون همداراز ويلي دي چي هيڅ هيواد بايد په افغانستان کي زندان و نه لري، ځکه چي د کمېسيون په وينا دا په افغانستان کي ملي حاکميت تر سوال لاندي راولي.

حسين سيرت/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل