1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکیې اروپا ته د مهاجرو راتګ ډیر لږ شوی

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

د اروپایې کمیسیون د رپوټ پر بنسټ پر اختلافاتو سربیره د مهاجرو په اړه د ترکیې او اروپایې اتحادیې تر منځ شوې موافقتنامه په سمه توګه عملي کیږي. د دې کار یو لامل په ترکیه کې مهاجرو ته د شرایطو بهتریدل ښوول شوي.

https://p.dw.com/p/2hS8F
Internierungslager in Griechenland
انځور: picture-alliance/dpa

په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته د حکومت له خوا د کودتاچیانو د نیولو عملیات، بې ویزې اروپایې هیوادونو ته د ترکي اتباعو د آزاد تګ راتګ موضوع او یو شمیر نورو لاملونو له کبله له یوه کال راهیسې له اروپایې اتحادیې سره د دغه هیواد اړیکې خړې پړې شوي دي.

خو سره له دې د دواړو خواو تر منځ د ترکیې له لارې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي په اړه موافقه په ښه توګه عملي کیږي او مطلوبه نتیجه یې هم ورکړې ده.

دغه موافقه چې تیر کال په مارچ میاشت کې لاسلیک شوې وه په دې اړه د اروپایې اتحادیې د شپږم رپوټ پر اساس چې په دې وروستیو کې خپور شوی دی، له ترکیې څخه د آژه سمندر له لارې یونان ته د مهاجرو د راتګ په بهیر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

له ترکیې څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو په شمیر کې د کمښت یو دلیل هم په ترکیه کې دغو مهاجرو ته د شرایطو او امکاناتو ښه کیدل ياد شوي دي. د انقرې حکومت د شمیرو له مخې په اوس وخت کې په دغه هیواد کې ۳،۴ میلیونه مهاجر موجود دي.

ترکیه له اروپایې اتحادیې سره د مهاجرو په اړه د شوي تړون پر اساس له ترلاسه کیدونکو پیسو سره په دغه هیواد کې موجو مهاجرو ته د استوګنځایونو او نورو امکاناتو د برابرولو په برخه کې ډیرې هڅې کړي دي او په دې اړه پر یو شمیر پروژو اوس هم کار روان دی.

Syrische Flüchtlinge an der türkisch-syrischen Grenze
انځور: Imago/Zuma

اروپایې اتحادیه باید له ترکيې سره په دغه هیواد کې د سوریې، عراق او نورو هیوادونو د مهاجرو پالني او له هغوی سره د مرستې په خاطر ۳ میلیارده يورو مرسته وکړي. اروپایې کمیسیون په خپل یوه تازه رپوټ کې تائیده کړې چې د انقرې حکومت د مهاجرو اړتیاو پوره کولو ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی، نو له همدې امله اروپا ته د مهاجرو راتګ کم شوی دی.

د اروپایې کمیسیون په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو له پاره د ۳ میلیاردو يورو له جملې تر اوسه پورې ۲،۹ میلیارده یې د مختلفو پروګرامونو له پاره ځانګړي شوي دي، چې له دې ډلې څخه د یونیم میلیارد يورو په ارزښت په ۴۷ پرمختیایې پروژو کار روان دی.

له پورته رقم (دری میلیارده يورو مرستې) څخه ترکیې ته تر اوسه پورې یوازې ۸۱۱ میلیونه يورو ورکړل شوي دي. 

بل لور ته د اروپایې کمیسیون په دغه رپوت کې د ځينو چلينجونو یادونه هم شوی ده، د بیلګې په توګه یونان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر تر هغه لوړ دی چې دغه هیواد بیرته ترکیې ته ستانه کړي دي.

د دغې موافقتنامې له نافذیدو وروسته ټول هغه مهاجر چې د ترکیې له لارې یونان ته داخلیږي ترکیه یې باید بیرته واخلي، خو په دې لړ کې تر اوسه پورې تر دوو زرو هم لږ مهاجر له یونان څخه بیرته ترکیې ته استول شوي دي.

زموږ له ارشيف څخه: