1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال څرنګه آلمان ته رسیږي؟

Hasselbach, Christoph۱۳۹۵ فروردین ۱۸, چهارشنبه

له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د تړون له مخې، آلمان له ترکیې څخه په مستقیم ډول سوریایي ګډوال مني. خو شرایط څه ډول دي؟ او د کډوالو په حقونو او ملفیتونو کې کوم توپیر رامنځ ته کیږي؟

https://p.dw.com/p/1IQJ3
انځور: picture-alliance/dpa/H. Hollemann

د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو تر منځ د شوي تړون له مخې، په دې قاره کې پرتو هیوادونو د یو مشخص شمیر کډوالو د منلو ژمنه کړې ده. هیوادونه پخپله پریکړه کوي چې له کوم هیواد څخه څومره کډوال مني.

په دې ترتیب سره کوربه هیواد منل شوي کډوال په مستقیم ډول له ترکیې څخه په الوتکه کې لیږدوي. له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د تړون له مخې د هر هغه کډوال په بدل کې چې له اروپا څخه ترکیې ته استول کیږي، یو سوریایي کډوال په قانوني توګه په یوه اروپايي هیواد منل کیږي. په دې ترتیب سره د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو د ۷۲۰۰۰ کډوالو د منلو ژمنه کړې ده.

کوم کډوال آلمان ته د راتلو ډیر چانس لري؟

کوربه هیواد پریکړه کوي چې کوم کډوال ومني. دغه کډوال ډیر وخت د بشر دوستانه دلایلو له کبله منل کیږي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د یوه یاداشت له مخې «هغه کسان چې محافظت ته اړتیا لري، ماشومان او د هغوی والدین، ناروغان وي او هغه کسان چې د مذهبي لاملونو له کبله په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندې وي» په لومړیتوب کې قرار لري.

پر دې سربیره د هغو کسانو په انتخاب کې چې آلمان ته لیږدول کیږي، د کډوال او آلمان تر منځ اړیکه هم ډیر اهمیت لري. په دې معنی چې که یو کډوال په آلمان کې خپلوان ولري او هغوی له دې کډوال سره د مرستې ژمنه وکړي، نو دغه شان کډوال هم په لومړيتوب کې قرار لري. او په پاې کې د خپله پناه غوښتونکي شخصي وړتیا هم ډیر ارزښت لري.

د کډوال شخصي وړتیا په آلمان کې د هغه د قبلیدو جانس ډیروي.
د کډوال شخصي وړتیا په آلمان کې د هغه د قبلیدو جانس ډیروي.انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

دا چې یو کډوال تر کومې اندازې پورې محافظت ته اړتیا لري، په اړه یې پریکړه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیشنري کوي.

د کډوالو دوسیه څرنګه څیړل کیږي؟

د هیوادونو تر منځ د کډوالو د ویش له مخې، کډوال په اصلې کې د منل کیدو له پاره هیڅ ډول څیړنو ته اړتیا نه لري ځکه محافظت ته د هغوی اړتیا په اصل کې لا مخکې ترسره شوې وي.

پناه غوښتونکي بیا باید د کډوالو له پاره د آلمان په فدراله اداره کې ثابته کړي چې هغوی په خپل هیواد کې له ستونزو سره مخامخ دي.دا کفایت نه کوي چې هغوي یوازې ووایي چې په هیواد کې یې کلي وضعیت ښه نه دی. پناه غوښتونکي باید په شخصي توګه په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندې وی.

پناه غوښتونکي تر کومې مودې پورې ساتل کیږي؟

کډوالو ته په لومړي سر کې په اروپا کې د پاتې کیدو دوه کلنه اجازه ورکول کیږي. دغه موده د تمدیدو وړ ده. خو اصل دا ده چې له کډوالو څخه تر هغه وخته پورې محافظت وشي چې د هغه په هیواد کې شخړه پای ته نه وي رسیدلې. هغه کسان چې د پناه غوښتنلیک یې ومنل شي، په لومړي سر کې د درو کلونو له پاره په آلمان کې د اوسیدو اجازه ترلاسه کوي. تر دې وروسته بیا هغه ته دایمې اقامه ورکول کیږي.

پناه غوښتونکي څه وخت د کار اجازه ترلاسه کوي؟

په دې برخه کې د دواړو ډلو کډوالو په منځ کې توپیر موجود دی. هغه کډوال چې د سهمیه بندي له مخې آلمان ته رسیږي ژر د کار اجازه ترلاسه کوي. نور پناه غوښتونکي بیا تر درو میاشتو پورې د کار اجازه نه لري. که تر دې وروسته هم د کار زمینه برابره وي، نو په ترتیب سره لومړی آلمانیانو ته چانس ورکول کیږي، بیا د اروپايي ټولنې اتباعو او وروسته بیا کډوالو ته چانس ورکول کیږي.

پناه غوښتونکي چیرې اوسیږي؟

هغه کډوال چې د سهمیه بندي پر اساس آلمان ته لیږدول کیږي، د لومړیو دوو اوونیو له پاره د المان په فریدلند او برامشه سیمو کې په موقت توګه اوسیږي. که هغوی په آلمان کې خپلوان ولري نو دغه موده د خپلو خپلوانو په کور کې تیروي.

دغه کډوال بیا وروسته په یوې مشخصې سیمې کې ځای پر ځای کيږي او یوازې په محدود ډول کولای شي چې نورو سیمو ته ولاړ شي. تر هغه وروسته چې د هغه دوسیه ومنل شي نو کولای شي چې په آزاده توګه د خپل اوسیدو ځای انتخاب کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب