1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په افغانستان د مخدره توکو پروسس ته مخه کړې

۱۳۹۶ مرداد ۱۷, سه‌شنبه

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د تریاکو پر کښت باندې بندیز لګولی وو، اوس د خپلې جګړې د تمویل له پاره د هیروینو تولید او پروسس ته مخه کړې. دغه ډله له دې لارې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/2hs6m
Afghanistan Mohnernte in Kandahar
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

چارواکو د فرانسې له خبري آژانس ته ویلي چې طالبان اوسمهال د افغانستان په داسې سیمو کې چې له جګړې سره لاس او ګریوان دي، د مخدره توکو له لارې خپله جګړه تمویلوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په ۲۰۱۶م کال کې د ټولې نړۍ کابو ۸۰ سلنه تریاک تولید شوي. د دې کال په ترڅ کې شاوخوا ۴۸۰۰ ټنه مخدره مواد تولید شوي چې ارزښت یې شاوخوا درې میلیارده ډالر اټکل کیږي.

سربیره پر دې وسلوال طالبانو په افغانستان کې پر هغو بزګرانو مالیه وضع کړې چې د تریاکو کرکیل کوي او په دې سره د کلونو راهیسې خپله جګړه تمویلوي. خو غربي چارواکي بیا د طالبانو د مخدره موادو د فابریکو په اړه اندیښمن دي چې په کې تریاک په مورفینو او هیرینو بدلیږي او بیا یې بهرنیو هیوادونو ته صادروي.

په دې وروستیو کې د مخدره توکو او د قانون د پلي کولو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د وزیر مرستیال ویلیم براون فیلډ، په کابل کې خبریالانو ته وویل: «زه په پوره توګه د دې احساس کوم چې دوی د تریاکو حاصلات پروسس کوي.»

دغه امریکايي چارواکي روښانه کړې ده چې طالبان په افغانستان کې د مخدره موادو د پروسس کولو او بیا صادرولو له لارې د دې په پرتله چه نه پروسس شوي مواد بهرنیو هیوادونو ته واستوي، ډیرې پیسې ترلاسه کوي. برون په دې اړه کره شمیرې نه وړاندې کوي خو ټینګار کوي چې د مخدره توکو قاچاق په کلني ډول په میلیاردونو ډالر عوايد کوي او له دې پیسو څخه ډیره برخه یې وسلوال طالبان ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې چې تریاک کوم چې اسانه کرل کیږي او ارزانه دي، د ټول افغانستان د کرنیزو حاصلاتو شاوخوا نیمايي برخه تشکیلوي. په افغانستان کې د هر کیلو تریاکو له پاره بزګرانو ته شاوخوا ۱۶۳ ډالر ورکول کیږي او دوی اړ دي چې په ډیرو ستونزو سره یې کرکیل پرمخ ویسې او نیش پکې ووهي او ترټولو وروسته ډیره ګټه بیا نورې ډلې او د مخدره مواد قاچاقبران ترلاسه کوي.

هغه وخت چې تریاک په هرینو بدل شي، وسلوال طالبان بیا د پروسس شویو هیریونو هره کیلو د سیمې په مارکیټونو کې د ۲۳۰۰ نه تر ۳۵۰۰ ډالرو پورې پلوري. د چارو د یوه غربي کارپوه په حواله چې اوسمهال په افغانستان کې د مخدره موادو ضد ځواکونو ته سلا مشورې ورکوي او نه غوړي چې نوم یې برنډ شي وايي چې هغه وخت چې دغه پروسس شوي هیریون د اروپا بازارونو ته رسیږي نو د هرې کیلو قیمت یې ۴۵ زره ډالرو ته لوړیږي.

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې داسې کیمیاي مواد ډیر نیول کیږي چې تریاک په مورفینو او بیا وروسته په هیرینو تبدیلوي او زیاتوي چې دغه څه په دې دلالت کوي چې طالبانو اوس د مخدره موادو سوداګرۍ او په دې هکله خپل فعالیت ډیر کړی دی.

د مخدره د توکو دغه کارپوه همدا راز وویل چې په ټول ۲۰۱۶م کال کې ۶۶ ټنه دغه راز کیمیاي مواد نیول شوي او له دې څخه یوازې ۵۰ ټنه یې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نیول شوي دي.

د جولای میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په غربي سیمه کې چې ایران ته څیرمه پرته ده، شاوخوا ۱۵ ټنه دغه راز کیمیاوي مواد نیول شوي وو. دا د مخدره توکو د قاچاق یو له اصلي لارو ګڼل کيږي چې قاچاقبران ایران او بیا د ترکیې له لارې دغه نشيي توکي د اروپا بازارونو ته رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مورفینو د نیول کیدو پیښې هم زیاتې شوي. دغه کارپوه همدا راز وویل چې یوازې د ۲۰۱۷م کال په لومړی نیمايي کې ۵۷ ټنه مورفین کشف او نیول شوي چې دغه کچه په ټول ۲۰۱۶م کال کې ۴۳ ټنه وه. هغه همدا راز وايي چې د ټولو تولید شوو مخدره توکو یوازې لس سلنه کشف او نیول شوي دي.

دغې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته همدا راز وویل چې په افغانستان کې د مخدره توکو د لابراتوار جوړول ډیر اسانه کار دی. د خټو له دیوالونو جوړیږي، د لرګیو چت ورته جوړوي او کله چې د تریاکو پروسس پای ته ورسیږي، دوی بیا دغه ځایونه پریږدي.

Mohn-Anbau in Afghanistan
انځور: picture alliance/AP Photo

بل لوري ته بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د روان کال د جنوري او جون میاشتې په ترڅ کې د مخدره توکو د پروسس ۴۶ فابریکې ویجاړي شوي چې دغه شمیر بیا په تیر کال کې یوزاې ۱۶ پیښې وو.

په عین وخت کې یو غربي لوړ پوړي چارواکي چې نه غواړي نوم یې بربڼد شي په دې هکله زړه نا زړه دی چې ګواکې طالبان هم په جنوبي ناامنه هلمند ولایت کې چیرته چې د ټول افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه تریاک کرل کیږي، د مخدره توکو لابراتوارونه لري.

نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په هلمند کې یوازې مخدره توکي، تریاک او طالبان شتون لري او د طالبانو زیاتره عایدات له تریاک، د مورفینو او هیروینو د لابراتوارنو له لارې تمولیږي. هغه زیاتوي چې دا حتمي ده چې دوی به هم خپل لاربراتوارنه ولري.

د امریکا متحده ایالاتو په د ۲۰۲۰م کال راهیسې په افغانستان کې د نشه ايي توکو پر ضد مبارزه کې شاوخوا ۸.۶ میلیارده ډالر مصرف کړي خو سربیره پر دې بیا هم د افغانستان مخدره توکي شمالي امریکا ته رسیږي. براون فیلد وايي چې په امریکا کې د ټولو مخدره توکو له ډلې څخه شاوخوا ۹۰ سلنه یې له مکسیکو راځي خو په کاناډا کې د ټولو هیروینو شاوخوا ۹۰ سلنه بیا له افغانستان څخه راوړل کیږي.