1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني بله ډله افغان مهاجر اخراج سول

۱۳۹۵ بهمن ۵, سه‌شنبه

له جرمني څخه د افغان مهاجرو يوه بله ډله هم د سه شنبې په ورځ د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسېده. دا په تيرو دوو مياشتو کي دوهم وار دئ چي افغان مهاجر په ډله ايز ډول افغانستان ته لېږل کیږي.

https://p.dw.com/p/2WHxB
Afghanistan Migranten aus Deutschland abgeschoben
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini

د افغان چارواکو په خبره د سه شنبې ورځي په سهار يوه بله ډله افغان مهاجر له جرمني څخه د کابل نړیوال هوايي ډگر ته رسېدلې ده.

د دوی په خبره ۲۶تنه مهاجر چي ټول نارينه ول په يوه الوتکه کي کابل ته لېږل سوي دي. تر دې مخکي اټکل کېدی چي ۵۰ کسان به له فرانکفورت هوايي ډگر څخه په يوه الوتکه کي کابل ته انتقال سي.

د افغان مهاجرو د اخراج پرضد د دوشنبې په ماښام په فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر کي مظاهره هم سوې.

په جرمني کي مهاجر پلوه سازمان (پرو ازيول) جنگي او کړکېچ ځپلو سيمو ته د مهاجرو اخراج يو بې مسئوليته او غير انساني کار بللی دئ.

افغانستان ته د هغو افغان مهاجرو د اخراج موضوع چي په جرمني کي ئې پناه نه ده منل سوې، سخت بحثونه راپورته کړي دي. د ځينو سياستوالو په خبره په افغانستان کي اوس هم د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده او د دغه هيواد په هره سيمه کي هر وخت يرغلونه کيږي.

د دوشنبې په ورځ د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتود،«RND» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په افغانستان کي داسي ځای نسته چي هلته دي د بيرته لېږونکو مهاجرو «خونديتوب تضمين» سي.

هغه د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي وايي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ.

شتود، زياته کړې ده چي دی ځکه افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دی چي «دغه هيواد په يوه وسله واله کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.»

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي دغه هيواد ته له رارسېدلو ۲۵۰۰۰۰ افغان مهاجرو څخه نژدې ۱۱۹۰۰ ئې بايد بيرته له جرمني څخه وايستل سي، چي له دوی څخه بيا ۱۰۳۰۰ ته ئې د موقت وخت له پاره د پاتېدو اجازه ورکړل سوې ده.