1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له جرمني د پاکستاني مهاجرو اخراج

۱۳۹۶ آذر ۱۶, پنجشنبه

له جرمني څخه د افغان مهاجرو تر اخراج دمخه پاکستانیان هم اخراج سوي دي. پاکستاني چارواکو خبر ورکړی دی، چي د چهارشنبې په ماښام له برلین څخه په یوه چارتر الوتکه کي اسلام اباد ته ۲۸ پاکستانیان اخراج سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ow4q
Serbien Grenze Mazedonien Flüchtlinge Pakistan
انځور: Getty Images/M.Cardy

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ارقامو پراساس د ۲۰۱۶م کال په مقایسه په ۲۰۱۷م کال کي پاکستان ته دوه چنده پناه غوښتونکي  اخراج سوي دي. سږکال تراوسه پوري دغه هیواد ته ۱۴۹پاکستانیان اخراج سوي دي. دا په داسي حال کي ده چي په ټوله ۲۰۱۶م کال کي ۸۱ تنه اخراج سوي وه. ۲۰۱۵م کال حتی یوازي ۲۲ کسان وه.

د پاکستاني منابعو په حواله د دغو کسانو له جملې څخه ۱۶تنه رد سوي پناه غوښتونکي وه او نور یې د چک له جمهوریت او اطریش څخه وه، چي غوښتله یې جرمني ته په جعلي اسنادو راسي او بندیان سوي دي. دوی ټوله پاکستان ته په رسیدو سره په لومړي سرکي بندیان سوي او تحقیقات ورڅخه سوي دي.

یوه چارواکي چي له هغوی څخه په تحقیقاتو کي یې برخه درلوده او نه غوښتل نوم یې یاد سي، ویلي دي چي «موږ غواړو ددغو معلوماتو په مرسته د انساني قاچاقبرانو پرضد خپل عملیات پراخ کړو.»

له ۲۰۱۶م کال راهيسي پاکستان په منظم ډول سره د غیرقانوني مهاجرتونو پرضد مبارزه کوي. هرکال د نړۍ له دغه لوی او غریب هیواد څخه په سونو زره کسان مهاجر کیږي. خو اکثره پاکستانیان سیاسي دلایل نه لري او د اقتصادي مهاجرو په سترگه ورته کتل کیږي.

پاکستان  یو ډیرغیراطمیناني هیواد دی او د پوځ تر عملیاتو وروسته پکښي د افراطي اسلامپالو په بریدونو کي ډېرښت راغلی دی.

په جرمني کي د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر مياشتي په اخره کي ۷۳۰۴۲ پاکستانیان اوسیدل چي له دې جملې څخه یې ۸۷۹۶ کسان په بیرته تگ باندي مکلف دي.

زموږ له ارشيف څخه: