له جرمني د ډېرو مهاجرو د بيرته ايستلو غوښتنه
۱۳۹۴ بهمن ۲۳, جمعهد جرمني په پارلمان کي د اتحادي گوندونو استازي فولکر کاوبر، له هغو ايالاتونو څخه چي پکښې سور-زرغون ائتلاف حکومت کوي غوښتي دي چي د نه منل سوو مهاجرو بيرته خپلو هيوادونو ته لېږل پيل کړي.
فولکر له «راينيشه پوست» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «په ځانگړې توگه هغه ايالاتونه چي حکومت ئې د سوسيال ديموکرات او زرغون گوندونو په لاس کي دی د نه منل سوو مهاجرو بيرته لېږل بې له ځنډه پيل کړي.»
د هغه په خبره د دې له پاره چي د مهاجرو شمېر کم سي، د هغو مهاجرو بيرته خپلو هيوادونو ته لېږل ډېر اړين دي چي منل سوي نه دي.
هغه زياته کړې ده چي د پناه غوښتني او مهاجرت په برخه کي قانون کي هم بايد بدلون راسي: «دا د جرمنيانو تر ټولو لومړۍ تمه ده.»
د ځينو افغان مهاجرو بيرته لېږل
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير غواړي چي د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو پروسه چټکه کړي. هغه د دې کار له پاره د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده.
د جرمني خبري آژانس (dpa) د راپور له مخي ديميزير په دې اړه د ايالتونو د کورنيو چارو وزيرانو کنفرانس ته يو ليک لېږلی دئ او غوښتي ئې دي چي په روانه مياشت کي د ځينو افغان مهاجرو د بيرته لېږلو له پاره د يوه پرواز په برابرولو کي ورسره مرسته وکړي.
په دغه راپور کي راغلي دي چي ديميزير غواړي هغه مثبت زيگنالونه چي ئې افغانستان ته د سفر پرمهال تر لاسه کړي ژر په عمل کي پلي کړي.
هغه د جرمني د ايالتونو د کورنيو چارو له وزيرانو غوښتي دي، څو هغه افغان مهاجر چي د بيرته لېږلو پر شرايطو برابر دي نومونه ئې ثبت کړي.
ديميزير ويلي دي چي د ايالتونو دغه کار د خنډونو په ژر ليري کولو کي ډېره مرسته کولای سي.
خو د ديميزير د دغه لیک په غبرگون کي په جرمني کي د پرو ازول (پناه غوښتني پلي) سازمان د افغانستان ناامنه حالت ته اشاره کړې ده او ويلي ئې دي چي د دغو ناامنيو په خاطر تيرکال د ډېرو افغان مهاجرو د پناه غوښتنه په جرمني کي منل سوې ده.
دوي ويلي دي چي افغان حکومت د خپلو ۳۴ ولايتونو څخه ۳۱ ئې ناامنه بللي دي. يوازي پخپله کابل ته د جرمني د کورنيو چارو د وزير توماس ديميزير د سفر په ورځ په کابل کي په يوه چاودنه کي ۲۰ کسان ووژل سول.
پرو ازول سازمان دغه راز نيوکه کړې ده چي ديميزير په افغانستان کي د داسي يوې خوندي سيمي نوم نه دی ياد کړی چي د بيرته ستنېدونکو مهاجرو خونديتوب دي پکښي تضمين سي.