1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له حده ډیر کاري فشار په جاپان کې د ځان وژنې لامل

۱۳۹۵ دی ۱۰, جمعه

یو کال مخکې د جاپان تر ټولو په ستر تبلیغاتي شرکت کې یوې ۲۴ کلنې میرمنې د ډیر کاري فشار له امله د کریسمس په شپه ځان وژنه وکړه. د دې شرکت مشر اوس خپله تیروتنه منلې ده او له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

https://p.dw.com/p/2V3s9
Symbolbild - Überarbeitung
انځور: Fotolia/ lichtmeister

د جاپاني شرکت «دنتسو» مشر د تیر ۲۰۱۵م کال په ترڅ کې خپله یوه کارمنده تر ډیر کاري فشار لاندې راوستې وه او هغې بیا له همدې امله ځان وژنه وکړه. تاداشي ایشي، د دي تبلیغاتي شرکت مشر اوس د هغه ځوانې میرمنې، ماتوسوري تاکاهاشي د مرګ مسولیت منلی دی او له خپلې دندې یې استعفا کړې ده. هغه اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶م کال د دیسمبر میاشتې اخري ورځ به یې د کار پای وي.

د ټوکیو سترې محکمې د هغه پر وړاندې محکمې ته رسمي شکایت کړی دی. د «دنتسو» تبلیغاتي شرکت په ټول جاپان کې د ډیرې سخت کار او د ډیر فشار له امله پیژندل کیږي.

تاداشي ایشيې د دې پیښې په هکله د ژور خفګان د څرګندولو ترڅنګ د محکمې په یوه ناسته کې وویل چې د شرکت د بریالیتوب له پاره د کارکوونکو تر فشار لاندې راوستل سم کار دی خو له حده ډیر بیا ناسم کار دی.

ماتوسوري تاکاهاشی چې یوازې ۲۴ کلنه وه د همدې شرکت لخوا په ورکړل شوي کور کې یې ځان وژنه کړې وه. هغې هره میاشت له ۱۰۰ ساعتونو څخه ډیر اضافه کار کوو. تاکاهاشي له ځان وژنې مخکې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې: «هیله لرم مړه شم.»

د جاپان د حکومت د رپوټ په حواله چې د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې خپور شو، په دې هیواد کې له هرو ۵ کسانو څخه یو کس د مرګ تر حده پورې شدید کار کوي. په جاپاني ژبه کې د ډیر کار له امله مرګ ته د «کاروشي» اصطلاح کارول کیږي.