1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له حزب اسلامي سره د پنجشنبې په ورځ تړون لاسلیکیږي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ له حزب اسلامي سره د سولې تړون مسوده لاسلیکوي. له دې سره به د افغان حکومت پر وړاند د حزب اسلامي اوږده جګړه پای ته ورسیږي.

https://p.dw.com/p/1K6NL
Afghanistan Gulbuddin Hekmatjar in Kabul
انځور: Getty Images/AFPS. Khan

له حزب اسلامي سره د خبرو اترو بریالیتوب، د ولسمشر غني له پاره یو سمبولیک بریا ده، ځکه هغه په تیرو دوو کلونو کې و نه توانید چې له طالبانو سره چې د جګړې اصلي اړخ بلل کیږي د سولې په مورد کې کوم پرمختګ وکړي.

د سولې عالي شورا له خوا په یوې خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه شورا به د جمعې په ورځ له ګلبدین حکمتیار له استازي سره د سولې د تړون مسوده لاسلیک کړي. پلان شوې ده چې دغه تړون بیا په دویم قدم کې د ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، تر منځ لاسلیک شي.

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «له نیکه مرغه د حزب اسلامي او سولې عالي شورا تر منځ تر دوو کلونو خبرو اترو وروسته، د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره پایلې ته رسیدلې دي او د دواړو اړخونو تر منځ تړون نهایي شوی دی.»

په بیانیه کې راغلي دي: «تړون به د ولسمشر غني او حکمتیار تر منځ تر لاسلیکیدو وروسته، پلي شي.»

د سولې په تړون کې د حزب اسلامي مشر او غړو ته قضایي مصوونیت ورکړل شوی دی. امریکا متحده ایالات ګلبدین حکمتیار، نړیوال ترهګر بولي، خو افغان حکومت بیا د سولې په تړون کې ژمنه کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو له تور لیست څخه به د ګلبدین حکمتیار نوم پاک کړي.