1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له خلیج هیوادونو سره پر ټينگو اړیکو ټینگار

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۵, جمعه

سعودي عربستان له ایران سره د پلان شوي اتومي تړون په هکله اندیښمن دی. د خليج نورو هیوادونه هم په دې هکله اندېښنه ښوولې ده. د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دې کبله په کمپ دیویډ کې غونډه رابللې او ځینې ژمنې یې وکړې.

https://p.dw.com/p/1FQ16
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د خلیج هیوادونو استازي خپل هیواد ته رابللي، څو له ایران سره د واشنگټن د نزدې کیدو په هکله د هغوی اندېښني لیري کړي. په ځانگړې توگه سعودي عربستان چې له لسیزو راهیسي په سیمه کې د امریکا متحدو ایالاتو مهم شریک دی له تهران سره د امریکا یوه احتمالي تړون ته د شک په سترگه گوري.

په پلازمینه ریاض کې به د شاهي کورنۍ له پاره دا یوه ډارونکی خوب وي، چې که چیري په منځني ختیځ کې د هغوی لوی سیال د اتومي وسلو په جوړولو وتوانیږي.

گډ کار باید نور هم پیاوړی شي

له دې کبله امریکا متحدو ایالاتو له سعودي عربستان او د خليج له نورو هیوادونو سره د گډ کار د لا پیاوړي کولو پر سر ټینگار کړی دی او د یوه پوځي مشارکت د لا ژوریدو ډاډ یې ورکړی دی.

په ديويد کمپ کې د خلیج د همکاریو شورا د شپږو غړو له استازو (سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویت، عمان او متحدو عربي آماراتو) سره په خبرو اترو کې بارک اوباما په خلیج کې د خپلو شریکانو د امنیت په هکله خپل «اوسپنیز هوډ» بیا تکرار کړی دی. پر دې سربیره اوباما ویلي دي چې د شریکانو د دفاع له پاره یوه پوځي مداخله هم امکان لري.

د دغي غونډي گډونوالو په یوه گډه بیانیه کې د خپل گډ امنیتي کار د لا ټينگښت اعلان کړی دی. په دې برخه کې د تروریزم پر ضد مبارزه، د وسلو گړندی لیږد، د سمندرونو امنیت، سایبري خوندیتوب او د بېلاستکي توغندیو په واسطه دفاع شامله ده. په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې امریکا متحد ایالات او خلیجي هیوادونه به په «گډه کار وکړي، څو په سیمه کې د ایران د بې ثباتۍ فعالیتونو ته غبرگون وښول شي.»

اوباما په خپل دریځ کې دې خبرې ته اشاره وکړه چې له ایران سره د یوه اتومي تړون د رامنځ ته کولو له پاره هلي ځلي د خلیج هیوادونو له مشارکت څخه د مخ اړولو په معنی نه دی.

خو اوباما په خپلو څرگندونو کې وویل چې دا خبره باید واضح وي چې «له امنیتي همکاریو څخه هدف دا نه دی چې له ایران سره نه ختمیدونکي مقابلې ته ادامه ورکړل شي او یا دې څنډي ته کړای شي.»

پر دې سربیره د ديويد کمپ په غونډه کې د یمن کړکیچ، هم یوه مهمه موضوع ده، چې د سعودي عربستان په مشرتوب یو پوځي ائتلاف پر شیعه حوثي یاغیانو باندي هوایي بمباري کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو او د خلیج هیوادونو تر منځ تازه اختلاف د دغې سرمشریزي د گډونوالو له لېست څخه هم څرگندیږي. په دغه غونډه کې د خلیج د همکاریو شورا له شپږو هیوادونو څخه یوازي د دوو هیوادونو پاچاهانو گډون کړی دی او د نورو هیوادونو استازي په دغه غونډه کې گډون لري.

د سعودي عربستان پاچا سلمان په دغه غونډه کې له گډون کولو څخه معذرت وغوښت او په غونډه کې ولیعهد بن نایف او د هغه مرستیال محمد بن سلمان د هغه استازیتوب کوي.

وليعهد بن نايف له اوباما سره
وليعهد بن نايف له اوباما سرهانځور: Reuters/K. Lamarque