1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره د چريکي جنگ په موخه د امریکا مرستي

۱۳۹۴ آبان ۱۴, پنجشنبه

امریکا پتېيلې ده چې له «اسلامي دلت» ډلي سره د جگړې په موخه د PKK یا د کردانو د منع شوي گوند « کارگر» له سوریایې څانگي سره د وسلو او ځانگړو ځواکونو د روزني مرسته وکړي. خو کارپوهان وایې دا کیدای شي د داعش د پياوړتي سبب شي.

https://p.dw.com/p/1H0av
انځور: DW/K. Erdmannn

د «سوريې دیموکراتیک ځواک» پوځي ائتلافي ډله، چې ډیره برخه یې له کردي«ولسي دفاعي واحدونو» یا YPG وسله والي ډلي څخه جوړه ده لومړي عملیات پيل شول.

دغه نوې ډله د سوریې په شمال ختیځ کې کلي په کلي د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» پر ضد په جگړه کې د پرمختگ په حال کې ده. ټاکل شوې ده چې ډیر ژر به ۵۰ تنه امریکایې پوځي سلاکاران سیمي ته واستول شي.

د اسلامي دولت ډلي پر ضد د امریکا په مشرتوب نړۍ وال پوځي ائتلاف له ډیري مودې راهیسې د کردانو د منع شوي «کارگر گوند» د یوې څانگي «ولسي دفاعي واحدونو» ملاتړ کوي. دغه څانگه د «سوریې دیموکراتیک اتحاد» ډلي یو وسله وال بازو گڼل کیږي.

داسې ښکاري چې امریکا متحد ایالات له کردانو سره نوې همکاري پیلوي. خو د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ملاتړ، اوباما له یوې بلې لویې ستونزو سره مخامخ کړی دی. د سوریې له کردي وسله والو ډلو لا زیات ملاتړ کیدای په سوریه کې د جگړې اور ته لا پسې لمن ووهي.

۴۰ زره کردي چریکان له داعش سره جگړې ته تیار دي

د آلمان د «شپیگل آنلاین» د لیکني په حواله د سوریې دیموکراتیک ځواکونه په ټوليزه توگه له کردي ولسي مدافع واحدونو څخه جوړ شوی دی. د امریکا متحدو ایالاتو په اند تجربو ښوولې ده چې د دغي ډلي چریکان غښتلي جنگیالي دي چې د داعش پر وړاندي مقاومت وکړي. شپيگل انلاین ټینگار کوي چې د کردي چریکانو شمیر د سوريې د ترکمنانو او عرب وسله والو ځواکونو په پرتله لږ نه دي.

شپيگل آنلاين دPKK د سوريې څانگې چریکانو شمیر د ۴۰ زرو په شاوخوا کې اټکل کړی دی، چې لویه برخه یې سوریایې کردان دي. خو د دوی په لیکو کې د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې د عراق، ترکیې او ایران کردان هم جنگیږي.

ډېر سوریایان په ځانگړي توگه عربان د (YPG) پر ډلي اعتماد نه لري. د دوی په اند دغه ډله اکثره خپل نژادي موخې تعقیبوي او د سوریې په شمال کې د یوې خپلواکمني سیمې د جوړولو په تکل کې دي.

شپیگل انلاین لیکلي دي چې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو د هغو له جملې څخه د بخښنې نړیوال سازمان داسې رپوټونه مستند کړي دي چې د (YPG) یا ولسي دفاعي واحدونو ډله عرب او نور قومونه په دې پلمه چې دوی د اسلامي دولت ډلې ملاتړ کوي له خپلو استوگنځايونو څخه باسي.

د «ولسي دفاعي واحدونو» ملاتړ د امریکا له پاره د یوې بلي بلقوه ستونزي د زیږون سبب گرځي. د امریکا متحدو ایالاتو د قانون له مخي د هغو ډلو ملاتړ منع دی، چې بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې د «ولسي دفاعي واحدونو» ډلي عرب او ترکمنان د دوی د استوگني له ساحو څخه ایستلي دي، د دوی کورنو ته یې اور اچولی دی او په ځينو مواردو کې یې خو حتی ټول کلی ویجاړ کړی دی. د بخښنې نړیوال سازمان خو حتی کردي وسله والي ډلي په جنگي جنایت تورن کړي دي.

ترکیه د اسلامي دولت ډلې پر ضد د نړیوال ائتلاف د غړي په توگه، د «ولسي دفاعي واحدونو» او PKK ډلي ترهگري بولي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ گواښ وکړ چې ترکیه به د ټولو کردي ډلو تر نابودۍ پوري وجنگیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب