1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش سره په جگړه کي د طالبانو او مسکو گټي يو شان دي

۱۳۹۴ دی ۳, پنجشنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې نظر دئ چي په افغانستان کي د داعش پر وړاندي جگړه کي د روسيې او افغان طالبانو علاقمندۍ سر سره خوري. روسيه په افغانستان کي د داعش د فعاليتونو په اړه اندېښنه لري.

https://p.dw.com/p/1HSfw
انځور: picture-alliance/ZB

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتني ځانگړي استازي ضمير کابلوف د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «بې له لمسوني له داعش سره په جگړه کي د طالبانو گټې زموږ له هغې سره سرخوري.»

د هغي پوښتني په جواب کي چي آيا کيدای سي له داعش سره په مبارزه کي طالبان د متحدانو په شان وکارول سي او مسکو له هغوی سره په دې اړه اړيکي نيسي؟

د روسيې دغه ستر ديپلومات وويل: «ما تر مخه لا له طالبانو سره د معلوماتو د تبادله کولو د کانالونو په اړه خبره کړې وه.»

کابلوف زياته کړه: «طالبان زموږ له لارښوونو ماسوا له داعش سره جنگيږي، ځکه په دې پوهیږي چي داعش هم داسي تلاښ کوي لکه القاعدې چي په خپل وخت کي طالبان د نړيوال جهاد له پاره کارول.»

هغه ويلي دي: «طالبانو دا احساس کړه، ځکه نو اوس پر داعش باندي جدي يرغلونه کوي. او دا ډېره مهمه ده چي نه افغان او نه هم پاکستاني طالبان نه البغدادي د خليفه په توگه او نه هم داعش پيژني.»

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ويلي دي چي روسيه له يوې سياسي لاري په افغانستان کي د ثبات راتلو پلوي کوي: «موږ به په دې ډېر خوشحاله سو چي افغان حکومت له خپلو مخالفانو سره، هغه که وسله وال هم وي بې له وينو تويلو يوه جوړ جاړي ته ورسیږي. او د دې له پاره د ملگرو ملتونو يوې قطعنامې ته اړتيا ده.»