1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له داعش څخه د تیلو تصفیه خانه بيرته نيول شوې

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ فروردین ۳۱, دوشنبه

په عراق کې امنیتي ځواکونو د دغه هیواد د نفتو پر ستري تصفیه خانې باندي کنترول بیرته تر لاسه کړی دی. د عراق په انبار ولایت کې په زرونو کسان د افراطي ډلې «اسلامي دولت» د ویري له کبله په تېښته دي.

https://p.dw.com/p/1FAyk
انځور: Getty Images/Afp/Mohammed Sawaf

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف په یوه بیانه کې راغلي دي چې عراقي امنیتي ځواکونو «په بشپړه توگه د بیجي د تصفیه خانې کنترول بیرته تر لاسه کړی دی.» زیاته شوې ده چې امنیتي ځواکونه وروسته له دې چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» جنگیاليو څخه دغه سیمه خالي کړي د دغي تصفیه خانې د کنترول په تر لاسه کولو وتوانیدل.

د پوځي ائتلاف د بیانیې له مخي د بیجي پر تصفیه خانې باندي د عراقي ځواکونو د برید پر مهال يې ائتلافي ځواک هوایي ملاتړ کاوه. ويل شوي دي چې په تیرو ورځو کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف په دغه سیمه کې ۴۷ هوایي بریدونه کړي دي. په دغه موده کې د بغداد حکومت د پوځ د ملاتړ له پاره نور ځواکونه استولي ول، څو تصفیه خانه په ښه توگه خوندي کړای شي.

پټ نخښه ویشتونکي ښایي فعاله وي

خو د ځایي چارواکو په وینا ښایي د اسلامي دولت انفرادي پټ نخښه ویشتونکي او بالقوه ځانمرگي برید کوونکو په تصفیه خانه کې ځانو پټ کړي وي. دغه تصفیه خانه د پلازمېني بغداد د شمال په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده او مخکې به یې د ورځې ۳۰۰۰۰۰ بیرله تیل تولیدول.

له انبار څخه په زرونو کسان په تيښته دي

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په انبار ولایت کې د ترهگري ډلي اسلامي دولت له ویري شا و خوا ۹۰۰۰۰ زره کسان د تيښتي په حال کې دي. په بغداد کې د ملگرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي لیزي گرانده، ویلي دي «موږ ډیر د دغو خلکو د خونديتوب په هکله انديښمن یو. وضعیت ډراماتیک دی او یوازي بېړني اقدامات د خلکو ژوند ژغورلای شي.»

د خبري آژانسونو د رپوټونو په حواله د اسلامي دولت جنگیاليو درې ورځي تر مخه د انبار ولایت مرکز رمادي پر لور پرمختگ وکړ. دغه سیمه له پلازمېني بغداد څخه ۱۰۰ کیلومتره لري ده. یوازي د ښار مرکز او دولتي ودانۍ د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي او د رمادي د شا و خوا سیمو او کلیو کنترول د دغي افراطي ډلي په لاس کې دی.

د دغې ډلې پرمختگ د کډوالۍ د ستري څپې لامل شوی دی. خو چارواکي کډوال د پلازمیني بغداد پر لور نه پریږدي. د عراق د بشري حقونو د فعالانو د وینا له مخې د جمعې له ورځي راهیسې په زرونو کسان د ښار په اطرافو کې تر شنه آسمان لاندې پرته له دې چې د څښاک پاکو اوبو او یا خوراکي موادو ته لاس رسی ولري، ورځي شپې سبا کوي.

عراقي چارواکي ښار ته د کډوال د مخنیوي دلیل امنیتي دلایل ښيي. د هغوی په وینا په دې کار سره د اسلامي دولت ترهگرو ښار ته د تگ مخه نیولې ده. دوی وای په دغه بهير کې کيدای شي ښار ته له کډوالو سره ياغيان ځانونه گډ کړي وي.

نوې وحشتناکه ویډیو

په لېبیا کې بيا د «اسلامي دولت» ډلي یوې نوې ویډیو خپره کړې ده چې پکښې د ۳۰ ايتوپیایي مسیحانو سر پریکول او وژل ښوول کیږي.