1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له دمخدرو موادو سره په مبارزه کي۸۶ ميليونه ډالره خاوري سوي

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

امریکا متحدو ايالاتو په تيرو اوو کلونو کي په افغانستان کي له مخدرو موادو سره د مبارزې عملياتو د څارني له پاره پر يوې اکتشافي الوتکي۸۶ ميليونه ډالره مصرف کړي، خو دغه الوتکي يو پرواز هم نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/1IMbs
انځور: picture alliance/Photoshot

له مخدرو موادو سره د مبارزې امريکايي اداره تر اوسه پوري له هغو نيوکو څخه ځان پېچي چي پر دوی باندي په افغانستان کي له مخدرو موادو سره د مبارزې د مصارفو په برخه کي کيږي.

خو اوس د امریکا د عدليې وزارت مفتش جنرال مايکل هاوريتز، په يوه راپور کي ويلي دي چي يوه الوتکه چي له مخدرو موادو سره د مبارزې ادرې له خوا رانيول سوې ده او د تعديلات په خاطر د دفاع وزارت په ميليونونو ډالر پکښې مصرف سوي، هيڅ کار ئې نه دی کړی.

په دغه راپور کي ويل سوي دي چي «دغه پروژه اغېزمنه نه وه او د حکومت پيسې ئې بې ځايه کړي دي.»

له مخدرو موادو سره د مبارزې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي «د تمويلي عملياتو په برخه کي ئې بايد ښه څارنه وسي.» دغي ادارې ويلي دي چي يوه داخلي بيا کتنه پيل سوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت يوه وياند والري هندرسن، ويلي دي چي په روانه بوديجه کي ئې د دغي الوتکي تمويل ليري کړی دئ.

د دغي الوتکي اکثره مصارف د امريکا د دفاع وزارت له خوا ورکول کیږي چي ۱،۹ ميليونه ډالره ئې د کابل په نړيوال هوايي ډکر کي د هنگر مصرف دی او د ۶۵،۹ ميلیونه ډالرو په لگښت پکښې تعديلات راوستل سوي.

په راپور کي راغلي دي چي له ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ په افغانستان کي ۱۰۰۰ واري د دغي الوتکي د ماموريت غوښتني ترلاسه وسي، خو يو ماموريت هم پلی سوی نه دی، يعنی دغي الوتکي يو پرواز هم نه دی کړی. ځکه دغه الوتکه هيڅ وخت په اختيار کي نه وه يا داچي تر ترميم لاندي وه.