1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له دوديزي لويي جرگې د خلکو هيلي څه دي؟

۱۳۹۰ آبان ۲۴, سه‌شنبه

يو شمېر افغانان د چهارشني په ورځ په لويه جرګه کي د خپلو رښتينو استازو د کموالي خبره کوي، خو هيله څرګندوي، چي د دوى په نوم تللي مشران او مخور به له امريکا او نوري نړۍ سره د دوى په ګټه نظرونه او وړانديزونه وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/13Aa4
د تيري لويي جرگې غړي
د تيري لويي جرگې غړيانځور: AP

عام خلک د لويي جرګې له ګډونوالو غوښتنه کوي، چي د ولس د خير ښيګڼي له پاره فکر وکړي او د جرګې په ټولو برخليک ټاکونکو ورځو کي ګوندي او شخصي فکرونه يوه خوا پريږدي.

د کابل د څرخي پله سيمي يو تن اوسيدونکی بريالی احمدي وايي، اوس د جرګې غړي ټاکل شوي او په دې اړه انتقادونه ځاى نه نيسي.

هغه وايي په اوسينو حالاتو کي د جرګې جوړيدل اړين دي خو هغه ډلي چي د لويي جرګې مخالفت کوي په خپلو شخصي ګټو پسې دي، پرته له دې چي د ملک د ښېګني په اړه فکر وکړي.

له بل لوري د سياسي چارو کارپوهاو د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز غړي عصمت الله غلجی وايي، د دوديزي لويي جرګې د جوړيدو هدف دا دئ، چي له امريکا سره د ګډوهمکاريو پر تړون باندي د بحثونو تر څنګ، د افغان دولت مخالفو کړيو سره د خبرو کولو پر پاليسۍ غور وکړي.

نوموړی ټينګار کوي چي، د جرګې ګډونوال بايد خپلي پريکړي، نظرونه او وړانديزونه د علمي اصولو په رڼا کي وړاندي کړي او د مسايلو پر سر په بحث کي د شخصي احساساتو له څرګندولو ډډه وکړي.

ځيني خلک انديښنه څرګندوي چي د دوديزي لويي جرګې تر جوړيدو وړاندي په لويه کچه داسي پيښي رامنځ ته سوي، چي کولاى سي له امريکا سره د ګډو همکاريو پر ستراتيژيک تړون د جرګې د غړو پر فکرونو سيورى خور کړي.

ځيني نور بيا په دې اند دي، چي افغان دولت غواړي له امريکا سره د اوږد مهاله تړون له پاره د لويي جرګې له لاري جواز ترلاسه کړي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځی د ديپلوماسۍ د برخي زدکړياله ليدا فرهت وايي، په جرګه کي بله د بحث وړ موضوع له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو موضوع ده، چي د جرګې غړي به ئې په اړه خپل نظرونه وړاندي کوي او له وسله والو ډلو سره د خبرو ټولي هڅي تر دې دمه له ناکامۍ سره مخ سوي او اوس اړتيا ده چي له هغوى سره د خبرو پر يو نوي ميکانيزم غوروسي.

ټاکل شوې د کابل او امريکا تر منځ د ګډو همکاريو د تړون په اړه دوديزه لويه جرګه، د چهارشنبې په ورځ پيل سي، په دې جرګه کي د مخورو او علماوو په ګډون د بېلابېلو خواوو دوه زره غړي ګډون کوي چي څلور ورځي به دوام وکړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل