له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
اوکراین د روسيې د الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی
اوکراین خپل هوايي حریم په بشپړه توګه د روسيې د الوتکو پر مخ تړلی دی. لومړي وزیر آرسیني یاڅينوک په کیف کې د کابینې په غونډه کې وویل چې دغه بندیز پر ټولو ملکي هوایي شرکتونو هم صدق کوي. نوموړي وویل چې دغه ګام یې د هیواد د امنیت په موخه پورته کړی، څو روسیه د اوکراین له هوايي حریم څخه د پاروني له پاره ناوړه ګټه وانه خلي.
پوتین: ترکیه افراطيان تشویقوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د ترکېې سیاستوال د دغه ټولني افراطيان تشویقوي. پوتین د ترکېې له خوا د سوریې پر سرحد د روسيې جټ الوتکي تر راغورځول وروسته وویل: «هغه پیښه چې موږ پرون ولیده اصلي ستونزه نه ده، بلکې اصلي او ژوره ستونزه دا ده چې د ترکیې مشرتابه له څو کالو راهیسې په هیواد کې په شعوري توګه د افراطي اسلامپالو د ملاتړ ستراتیژي عملي کوي.»
فرانسې ته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ملاتړ ډاډ
د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل فرانسې ته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ویل چې که اړینه وي نو د پوځي لارو به هم ورسره مرسته وشي. هغې د آلمان په پارلمان کې د وینا پر وخت وویل: «موږ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له فرانسې سره اوږه پر اوږه ولاړ یو.» میرکل په دې ترڅ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې هغو اقداماتو ته اشاره وکړه چې آلمان تر اوسه کړي دي.
آلمان مالي ته ۶۵۰ عسکر لیږي
د آلمان پوځ غواړي مالي ته د سولې او امنیت د تامینولو په موخه ۶۵۰ عسکر ولیږي. د آلمان د دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین په برلین کې وویل چې په توګه به له افراطي ډلې «اسلامي دولت» سره د مبارزې په موخه د فرانسې بار هم یو څه سپک شي. تر اوسه د مالي په نسبتاً آرام جنوب کې۲۰۰ آلماني عسکر د اروپايي ټولنې په روزنیز ماموریت کې ګډون لري.
په پاریس کې به په زرونه پولیس امنیت ټينګ کړي
په پاریس کې تر بریدونو وروسته د فرانسې حکومت په راتلونکې دوشنبه د ملګرو ملتونو د اقلیم کنفرانس له پاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. د کورنیو چارو وزیر وویل چې د پاریس په شمال کې به د غونډې د ساحې امنیت تقریباً ۲۸۰۰ پولیسو تامین کړي. سربیره پر دې به د کنفرانس پر وخت چې دوې اوونۍ به دوام وکړي، په ټول هیواد کې به تقریباً ۸۰۰۰ پولیس په دنده بوخت وي.
په تونس کې تر برید وروسته اضطراري حالت
په تونس کې پر صدارتي ګارډ تر برید وروسته حکومت یووار بیا د یوې میاشتې له پاره اضطراري حالت نافذ کړي. په پلازمېنه کې د پوځ پر دغه بس د برید په نتیجه کې ۱۲ عسکر ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان دي. چارواکي اټکل کوي چې یوه برید ګر په دغه سروس موټر کې چاودیدونکو توکې چوولي دي. دا چې آیا دغه برید د «اسلامي دولت» ډلې له خوا ترسره شوې، لا روښانه نه ده.
«د مهاجرو ښځو باید ښه ساتنه وشي»
د ښځو د حقونو سازمان «میدیکا موندیاله» آلمان ته د را مهاجرو شوو ښځو او نجونو د ښې ساتني غوښتنه کړې. د دغي ټولني مشري مونیکا هویزر نن چهار شنبه د ښځو پر ضد د زور زیاتي د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: «سیاست باید په دې ځان پوهه کړي چې دغه ښځې د مهاجرت پر مهال زیات حفاظت او دلته تر را رسیدو وروسته زیات ملاتړ ته اړتیا لري.»