له دويچه ويله د نړۍ مهم خبرونه له انځورونو سره
په خوست کې د هاوان مرمۍ درې زده کوونکي وژلي
په خوست ولایت کې د دوشنبې په ورځ په یوه ښوونځي کې د هاوان مرمۍ لگیدلې ده چې په پایله کې یې درې زده کوونکي وژل شوي او نور اته تنه ټپیان شوي دي. دغه خبر د افغانستان د پوهنې وزارت ورکړی دی. لا تر اوسه د دغه پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
«د روسۍ الوتکو بمبارۍ اته ماشومان وژلي دي»
د فعالانو د وینا له مخې په سوریه کې پر یوه ښوونځي باندې د روسۍ الوتکو د بمبارۍ په ترڅ کې اته زده کوونکي او د هغوی ښوونکې وژل شوې ده. لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د حلب ولایت په انجره ښار کې په دغه هوایي برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه سازمان د ځایي فعالانو ملاتړ له ځانه سره لري، خو د آزادو سرچینو له لوري د دغسې معلوماتو تائیدول گران کار دی.
ترکیه، سوریایي کډوالو ته د کار کولو اجازه ورکوي
ترکیه غواړي چې په راتلونکي وخت کې په دغه هیواد کې میشتو سوریایي کډوالو ته د کار کولو اجازه ورکړي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د اروپایي چارو له پاره وزیر ولکان بوزکر د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې د کمېسیون د مشر له مرستیالي سره په انقره کې تر ملاقات وروسته ویلي دي چې په دې سره به د اروپا پر لور د مهاجرت د فشار مخه ونیوله شي. تر اوسه پورې په ترکیه کې مېشت سوریایي کډوال د کار کولو اجازه نه لري.
«په اوگنډا کې رسنۍ او حکومتي انتقاد کوونکي گواښل کیږي»
د بشري حقونو د مدافعینو په حواله په اوگنډا کې ژورناليستان او اپوزیسیون په سیستماتیکه توگه زورول کیږي. هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څارنې سازمان په یوه خپور شوي رپوټ کې د نیوکې په ترڅ کې ویلي دي چې د حکومت او واکمن گوند غړي رسنۍ او فعالین گواښي. په دې ترڅ کې نوموړي سازمان پر نورو سربیره هغه تلیفوني تماسونه راجستر کړي چې پکښې خبریالانو ته د دندو د ځنډولو او یا د هغوی د اخراجولو گواښونه کیږي.
په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون برید شوی
د یمن په شمال کې د «بې سرحده ډاکټرانو» له ملاتړ څخه برخمن، یوه روغتون باندې حمله شوې ده. د نوموړي مرستندویه سازمان د معلوماتو له مخې په دغه پیښه کې څلور تنه وژل شوي او نور لس تنه ټپیان شوي دي. دا چې د چا له لوري ډزي شوي معلومه نه ده. دا په تیرو درو میاشتو کې په دغه هیواد کې د بې سرحده ډاکټرانو پر تأسیساتو باندې دریم برید دی.